|
|
|
||||
| شـماره 11 سـال دوم پنجشـنبه 5 قوس 1383 / 25 نوامبر 2004 | |||||
| خانه | صفحه اول | شماره قبلی | |||
|
|
لنډي کيسه خُسرګنۍ ليكوال: منظر امام ژباړن: مبارك شاه ډاكه ما په خپل كور اچوله، مطلب په پخپله خسرګنۍ، زه هغه څوك يم چې تاسې ورته زوم وايئ د واده نه مخكې پدې كور كې زما ډېر عزت كېده، ټول به مخكې او وروسته رانه روان و تا به ويل چې د دوى په منځ كې كوم شهزاده روان دى، ليكن كله چې مې واده وكړ نو عزت مې ټول ختم شو، زه لـه خپل خسر سره لكه د يو مزدور په شان اوسېدم، د اختر پورې په ما د هيچا پام نه و، اختر زما د ښځې نوم دى خسر مې ډېر لوى كور لاره موږ ښځې او مېړه ته يې پاس چت كې كوټې راكړې وې، چاى، ډوډۍ به مو يو ځاى خوړله، زما خسر يو كامياب تجار و او په كوروړونو روپۍ يې لرلې ماته هر څه معلوم و چې خسر مي پيسې چيرې ږدي او كونجي ګانې چېرته ږدي، ما ډېر داسې خوبونه ليدلي و چې زه لـه خارج نه راغلى يم او نارې وهم اخترۍ، اخترۍ او هغه راشي او راته ووايي، څه شور دې نښلولى، زه ورته وايم بس په همدې ساعت كالي راټول كړه ما تا ته خپل كور واخيست او جيبونه مې هم ډك دي زه چې كله جيبونه راتشوم نو راويښ شم او چې كله پوه شم چې دا خوب و نو ژړا راشي، يوه ورځ مې خپل خسر ته وويل ماته څه كار راكړه هغه راته وويل: د څه لپاره ما ورته وويل چې ماته د اښه نه ښكاري چې قرار په كور كې ناست يم خورم او څښم او كا رنه كوم هغه راته په خندا ويل تا ته د كولو هېڅ ضرورت نه شته تا ته د څه كمى دى ښه ډودۍ ښه كور او څه د جېب خرڅ هم ملاوېږي نور ته څه غواړې او كه په كار كې بند شې كور به څوك سمبالوي او زه پدې خبره وسوزېدم بس زه د نور كار نه يم بس د كور نوكري به كوم لـه هغې ورځې وروسته مې د غلا پلان جوړ كړ. تاسې دې ته ډاكي نه بلكې غلا هم ويلى شئ، زه پوهېدلم چې زما خسر پيسې چېرته ږدي په يوه خوا ټول كور زما و او هېڅ پابندي په ما نه وه د كور په هره حصه كې زه ازاد وم او هېچا په ما باندي شك نه كاوه، زما كوشش همدا و چې د چا په نظر كې رانشم دا كار ما بايد په ډېره هوښيارتيا كړې واى زما پلان داسې و چې بايد لـه دروازې نه واخله د خسر تر المارۍ پور داسگي ښودلى واى چې څوك لـه باندې راغلى او غلا يې كړې، د پيسو نه علاوه ما بايد نور داسگي شيان هم غلا كړي وى چې د چا شك نه وى راغلى، دا موقع ماته په هغه ورځ لاس ته راغله چې دوى ټول واده ته روان و په دوى كې زما ښځه هم وه او ما ته يي وويل ته لـه موږ سره ځې ما ورته انكار وكړ او ورته مې وويل چې زه د يو دوست كره ځم او د دوى لـه تګ نه مخكې ووتلم، لږ ساعت وروسته زه د شا په دېوال راواوښتم او غلى غلى په قرار قدمونو د المارۍ خواته روان شوم، ما ته معلومات و چې كونجي چېرته ده پدې وخت كې مې يو دروند غږ واورېد، خورشيده، ته نه يې تللى لـه پښو څخه مې زمكه لاړه، دا غږ مې د خسر و، نه زه نه يم تللى، خسر مې راته وويل خورشيده زويه لـه تا سره يو څو خبرې لرم، خسر مې ډېره په پسته ژبه راته وويل، تا ته معلومه ده چې موږ لـه تا سره څومره مينه كوو، ما ورته وويل ډېره، راته يې وويل، زويه ته كولى شې چې د دې مينې بدله راخلاصه كړې، ما ورته وويل حكم كوئ، زويه ته به زما په خاطر لـه دې كور څخه غلا نه كوي، د خسر غږ مې ورور، ورو دردناك كېده، ما ورته وويل، دا ته څه وايې، مثال درته وايم، زه دا څرنګه مثال كړم، او ما كله هم غلا نده كړې، كه كله دې نه وي كړي اوس يې وكړه، زه هېڅ نه پوهېدم چې د ده څه مطلب دى، ما ورته وويل، دا ته څنګه خبرې كوې زه اوس لـه خپله كوره غلا وكړم. هغه راته وويل، ګوره زويه د عزت سوال دى ته به دا غلا كوې، ما ورته وويل چې ته ما ازمايې، هغه راته وويل يو ته يې موږ بچولى شې، بيا نو ده لـه درده ډكه كيسه وكړه چې داسې وه، لـه ده سره پردي اسنادونه و چې د هغه پر غيب كولو ده ته په كوروړونو ګټه رسېده، د ده لـه هغې خلكو سره اختلاف پيدا شوى و، ده دا اسناد غيبول غوښتل او هغه هم په ما يانې ده خلكو ته دا ښودلـه چې كور اور واخيست، د كور لـه څراغ څخه، ليكن خسر صيب زه خو پدې كې جېل ته هم كېدى شي لاړ شم، هو زه همدا غواړم، څه، ته خو زما خبره واوره، ته په دا كاغذونه غلا كړې او چېرته به يې واچوې او په تا به محكمه چالان شي، زه وسوزېدم او ورته مې وويل: زه به جېل ته لاړ شم؟ هو ته به جېل ته لاړ شې، ليكن تر څه وخته، بس كال يا شپږمياشتې او بيا به ماته په ديكو، ديكو لـه كوره وباسې، هو، كېدى شي همداسې وشي خو ستا ژوند به لـه همدې ځاى څخه پيل شي، هغه څنګه، هغه داسې چې زه به تا لـه اخترۍ سره امريكا ته ولېږم او د كاروبار لپاره به پيسې هم دركړم چې پنځه شپږ كاله تېر شي بيا به راشې، دومره د چا يادېږي چې لـه تا سره څه وشو، زه په سوچ ولاړم، د خسر غوښتنه ډېره ښايسته وه، او زما په ژوند كې نور څه و بغير لـه ناكاميو ما خو هسې هم غلا ته پلان جوړ كړى و او همدې ورځې ته ناست وم، مخكې مې په خپل سر كوله او اوس راسره خسر شريك و خسر مې په دردناك اواز راته وويل څه سوچ كوې ما ورته وويل، سوچ مې دا كاوه چې ستا مشوره قبوله كړم. خسر مې ډېر زيات خوشاله شو او ويې ويل: دې ته وايي زوم چې د خسر په درد پوهېږي، او ما ته يي وويل همدا اوس خپل كار پيل كړه، په ما د غلا الزام ولږېده او زه جېل ته لاړم، ما ويل چې اوس هر څه چې وي وي به زه راتلونكى ژوند ته خوشاله وم كوم چې په امريكا كې تېراوه، پدې غلا كې زما دومره زياته بې عزتي وشوه چې هېڅ پوښتنه يې مه كوئ، ليكن ما د دې پروا نه كوله ځكه چې زما راتلونكى ښايسته و، ډېره موده پس مې ليدو ته خسر راغى، او زه ورته ډېر خوشاله شوم، خورشيده، زويه تا چې كومه قرباني وركړه د هغې هېڅ اندازه نشته، ما ورته وويل: ما خو ستاسو په خاطر وكړه، زويه، يو معمولي كار بل هم وكړه، امر كوئ، اخترۍ ته طلاق وركړه، دا ستا اخيري قرباني ده، دا ته څه وايې زه طلاق وركړم اخير ولې، ولې چې زه غل زوم نه غواړم زه يو عزت دار سړى يم، دا ته څه وايې دا خو ما ستا په خوښه وكړه، څوك يقين كوي، او اوس خو ستا سزا هم شوې اوس چې هر څه وايې ويلى شې نو څه فايده، كاش چې زما لاس د ده مرۍ ته رسېدى ما به په لاس كې ده نه ساه ايستله، افسوس ما هېڅ نشو كولى، لـه مجبورۍ تر ما اخترۍ ته طلاق وركړ، زما ټول خوبونه لـه خاورو سره خاورې شو، دا كيسه زه تاسو ته په جېل كې ليكم.
|
فهرست مقالات این شماره سـرشـت و سـرنوشـت انسـان از چشـم انداز جلال الدین محمد بلخی ــ نگاهی به مقاله « دا گز او دا میدان» ــ خـسـرگنی ( لندی کیسـه) ــ « تفـنگ سـالاری » بدون عذاب وجدان ـ افغانسـتان، رها شـده در دامان جنگ سـالاران ـ ــ کاروان شـعر و ادب ــ من ناله می نویسـم ــ معرفی کتاب: ـ بخوان، بخوان، دوباره بخوان ـ شـیون کابلی ( نویسـنده شـاعر و سـیاسـتمدار ) ــ اسـراییل و فلسـطینی ها ــ صفحه جوانان ــ توصیه های گروه بین المللی بحران به حامد کرزی ــ مصاحبه با سـارا فکری از شـهـر واسا ـ فنلند
|
|||