|
|
|
||||
| شـماره 5 سـال دوم | |||||
| خانه | ماهـنامه نی | صفحه اول | شماره قبلی | شماره بعـدی | آرشیف |
|
مقالات ديگر ازین نويسنده: |
په زهرو ککړ دمستۍ بوتی پوهاند گلداد دويمه برخه دپورته خبرو سره سره په افغانستان کې په اپيمود روږدو شويو او اخته کسانو شميره ډيره لږ وه،او دکوکنارو کرل هم په افغانستان کې دشلمې پيړۍ ترلمړۍ نيمه اي پورې لږاو محدود وو. په زياترو سيموکې به چا لږ کوکناروکرل. کله به يې چې دهغې څخه اپيم ټول کړلو بيا به يې د هغې غوټۍ په کليوالو ويشلې چې په ژمي کې دناروغۍ په وخت کار ورڅخه واخلي او اپيم به يې هم په خپلو انو او دوستانو ويشلو چې په کورنۍ کې دناروغتيا په وخت ګټه ورڅخه واخلي. خرڅلاو او سوداګري يې دومره زياته چا نه پيژندله. ځينو کورنيو به کوکنار په کور کې دننه په کټوو کې دګلانو په ډول وکرل او دښکلا کار به يې ورڅخه اخيستلو. دکوکنارو په ښکلو ګلونو به يې خپل کور ښايسته کولو او په ضمن کې به يې غوټۍ بيا دژمي لپاره ساتلې. خو دشلمې پيړۍ په دويمه نيمه اي کې دګاونډيو هيوادونو خاصتاً پاکستان او ايران له لوري داپيمو سوداګرو دافغانستان لورته لاسونه راوغځول او ورو ورو يې ددې هيوادونو سره په څنډو پرتو سيمو کې نفوذ وکړلو او خلکو دکوکنار په کرلو کې زياتی راوست ،خو دغه لاپيل وو بزګران دومره زيات دکوکنارو دکرلو او دهغو څخه داپيمو دارټولولو سره له يوې خوا دومره بلد نه وو، دبلې خوا ددوي څخه دغه اپيم کوم چې دوي لاس ته راوړلو دسيمې سوداګرو په ډيره ټيټه بيه اخيستلو او دوی ته ډيرې لږ پيسې ددغه درکه په لاس ورتللې. ددې تر څنګه دکوکنارو په پراخه پيمانه کرلو باندې ددولت له لوري کنترول موجود وو. همدارنګه دمذهبي تاءثيراتو له امله هم زيات شمير بزګرانو کوکنار په خپله رضا هيڅ نه کرل . دغه عوامل وو چې په افغانستان کې دشلمې پيړۍ په لمړۍ نيمايې کې يې ورو ورو خپله لمن پراخول پيل کړل. دشلمې پيړۍ داتيه يمو کلونو ورسته کله چې افغانستان دنړۍ دغټو او قدرتمنو هيوادونو دسترې جګړې په ډګر وواښت، داپيمو نړيواله او سيمه ايزو سوداګرو (مافيا) د افغانستان په لور په چټکۍ سره مخه کړله. دجګړو په مهال کومې سيمې به چې ددولت له واکه وتلې، همغلته به د ولس د غريبيو او ناداريو څخه په ګټه پورته کولو سره سمدستي دغو سوداګرو بزګران دکوکنارو کرلو ته وربلل. بزګرانو ته به يې دکوکنارو دکرلو څخه دمخه پيسې ورکولې، تر څو خپل اولاد ته غلې ،دانې ،دوا او کالي په واخلي او داپيمو د راټولولو په وخت به يې دهغو پيسو په بدل کې اپيم ورڅخه اخستلو. دغه لړۍ د جګړو دزور اخستلو او پراختيا سره چې ولس يې په نورو زياتو بدبختيو ککړولو ،سمه پراخيدله. دجګړو دانساني ناوړه او بې سارو مرګونو او ژوبلو تر څنګه اقتصادي برباديو او ټولنيزو ناولتياو زموږ پر پتمن او دلوړو اخلاقو دغروره ډک ولس باندې دزغم نه وتلي فشارونه راوړل.افغانستان ته دشوروي اتحاد د پوځونو په ننوتلو سره دټولې نړۍ مخ دافغانستان په لور واوښت او داوخت په افغانستان کې دسترو اودغټو بدبختيو پيل وو. دنړۍ سترو او پر مختللو هيوادونو او وړو هيوادونو دټولو پام سياسي لاس په لاس ګټو او داوږدې مودې کټو لپاره د افغانستان په لوري لاسونه را اوږده کړل چې دافغانانو ګټې هم ورپورې تړلې وې. د نړۍ ددولتونو پيسو او وسلو خپل کار دشوروي دپوځونو دماتولو لپاره پيل کړلو ،خو افغان ولس په خپل تن او وجود په خپل کورکې د خپلې کورنۍ په موجوديت کې دپورته مرستو په تر لاسه کولو سره د عصري او مدرنو وسلو په سره اور کې لوبيدلو.په دغه جګړه کې د افغانانوځينې بشپړې کورنۍ او دچاه هم دکورنيو يوشمير غړي د توپونو او بمونو په مردکو او پرچو داسې ذرې ذرې شول چې پته يې ونه لګيدله چې څه شول. مهاجرتونواو ديو ځای څخه بل ځای ته کوچيدلو دافغانانو دژوندانه چارې نورې هم سختې درنې ويجاړې کړلې او دنه منلو تکليفونو سره يې مخامخ کړل. دافغان ولس ددغو بدبختيو او بدې ورځې څخه په ګټه پورته کولو سره د نړۍ مختلفو سوداګرو چې تل دښيګڼې په جامو کې دنورو ولسونو په وينو او هډوکو خپل ځانونه مړه وي،د افغانانو په ګوګل ورننوتل، هر چاه دمرستو او زړه سوندي په نومونو بيلې بيلې مؤسيسې فعالې کړلې. چا جامې چا خوراکي مواد ، چا دواګانې، چاد ماشومانو سره مرستې ،چا دښځو سره مرستې ،چا دښونځيو چا کلينکونو او چا هم وسلې ورته راوړل او ددې تر څنګه له دې ځايه څخه دوسلو بيرته نورو هيوادونو ته قاچاق، چا هم دماشومانو او ښځوقاچاق ، چا دانسانانود بدن غړو قاچاق، چا نورو او نورو فعاليتونو د افغان ولس په ميځ کي پيل کړل. البته دا واقعيت دی دداسې مؤسېسو شمير هم ډير زياته وه چې زموږ دهيواد د ځوريدلو انسانانو سره يې د زړه له کومي يوازي انساني او بشري مرستې کولې. خو داپيمودسوداګرو زړه سوی اولوره ونه پر افغان ولس باندې بې له شکه دخپلو جيبونو ډکول وو او بس. ځکه هغوی خو دخپلو ملکونو پر انسانانو زړه سوی نلري نو دبل ملک پر انسانانو به څه زړه سوندي وکړي. دجګړو په وخت هر څومره سيمې به چې دافعانستان دولت دکنترول څخه وتلې، د اپيمو سوداګرو به هغلته ځانونه وررسول اودکوکنارو دکرلو ساحه به لوئيدله او دهغو په کرلو کې زياتوالی راتللو،ځکه په هغوسيموکې چې دولت تر کنترول لاندي نه وي هلته هيچا پر هيچا حکم او قومانده نشوه چلولی ، او په هره سيمه کې د څو محلي ګروپونو واک وو.هر څوک به چې ديوې ډلې څخه خپه شول بلې ډلې به ورواوښتل،له دې کبله هيچا پرچا باندي زور نشوچلولی چې څه بايد وکړي. خو ددې څخه علاوه دکوکنارو دکرلو څخه دحاصل داخيستلو په وخت د دسيمې قوماندانانواو مخورو ته هم ګټې رسيدلې اوخپله ونډه يې اوچتوله. دهمدغو ګډو ګټو په نتيجه کې دخاش خاشو بوټې نور هم په پرلاپسی توګه زور موندلو او خپله سيمه يې پراخوله. ترهغو پورې چې په افغانستان کې داپيمودتوليد اندازه په پوره پيمانه زياته شوې نه وه، په افغانستان کې توليدشوي اپيم به ګاونډيو هيوادونو ته وړل کيدلو او هلته به په هروئينو اړول کيدلو بيا به دنړۍ ګوټ،ګوټ ته انتقاليدلو . خو دکله نه چې په افغانستان کې داپيمودتوليد اندازه په پوره کچه زياته شوله نو داپيمو په هروئينو د اړه ولوماشينونو افغانستان ته راوړل شول او دهيواد په مختلفو سيموکې چيرته چې کوکنارډير کرل کيدل ځای په ځای شول. داپيمو او هروئينو د قاچاق بانډونه منظم جوړ او په هر ډول تخنيکې وسايلو(تراسپورت،مخابره) او وسلو سمبال شول او ددې مخدره موادو دقاچاق مرکز په سيمه کې افغاستان ته رانقل شو. لکه چې ښکاره ده دهروئينو نيشه داپيمو څخه هم ډيره زياته ده او ډير زر ( په يو يا دوه ځله استعمال) انسان په اخته (عادت) کيږي.په هروئينو روږدي انسانان ډير زر دټولينيز ژوندانه څخه ګوښه کيږي او ډيرعمر نه پايي. که دغه په هرويينو داخته کيدلو ناروغي د (ايډز) د ناروغۍ سره پرتله کړو نو ويلای شو چې په هروئينو روږيدل په بل ډول د(ايډز) په ناروغتيا اخته کيدل دي. هغه ډول لکه د (ايډز) ناروغي چې د بدن مقاومت د هر ډول ناروغيو په مقابل کې ختموي، هروئين هم دانسانو وجود دبې شميره ناروغيو په مقابل کې کمزوري کوي او په خپله ناروغ دمرګ او قبر په لور ورځي. خو (ايډز) دهروئينو په ډول دنيشې او سوداګري توکې نه دي چې سوداګې يې ديو ملک څخه بل ملک ته د کاروانونو پواسط قاچاق کړی شې او دنړۍ تر ټولو غټ سوداګر دې لاسونه پکې ولري. ايډز زياتره په بې خبرۍ کې ديو انسان له بدن څخه دبل انسان بدن ته دککړوطبي سامانونو ( پيچکاري ، لابراتواري معاينواو دوينې له لارې) او دجنسې بې بندوباريوپه وخت ورنقل کيږي.خو اپيم او هروئين په غړيدلو سترګوځوانان ښکار کوي. اپيم او هرويين ديو هيواد څخه نورو هيوادونو ته په ټنو ټنووړل کيږي، په هغو ملکونو کې په پټو ګدامونو کې زيرمه کيږي او بيايې دضرورت په اندازه دهغې سوداګر وخت په وخت لکه دنورو اوليه ضروري مواد په څير بازارته عرضه کوي. پاته په راتلونکې ګڼه کې يادونه : په تيره ګڼه کې دټايپستي تيروتنې له کبله د 12 پاڼې په زهرو ککړ دمستی بوټې تر عنوان لاندې ددوهم پارګراپ لمړي کرښه داسې اصلاح شي: ((دتاريخ په اوږدو کې داپيموددې سخت نيشه اي توکې څخه ځينې وختونه دسياسي غرضونه دلاس ته راوړلواودنورو هيوادونو دلاندې کولو لپاره دجګړې ديوې وسلې په توګه هم کار اخيستل شويدی چې روڼ مثال يې دچين داپيمو جګړه ده کومه چې په تاريخ کې په واضحه ټکو ښکل شويده او هرچا ته ښکاره ده)).
|
||||