|
|
|
||||
| شـماره 6 سـال دوم | |||||
| خانه | صفحه اصلی | شماره قبلی | شماره بعـدی | آرشیف | |
|
|
هغه ليونۍ ده!
باران په شړق شړق اوريده، آسمان د خپلو ډکو سترګو درنې اوښکې د ځمکې په ګريوانه کې را ايله کړې وې، څاڅکو د ونو شينلی پاڼې مينځلې، د چارپيريال په اوږو سکوت پښې اړولې وې، چوپه چوپتيا وه ، يوازې تالندې او بريښنا کله ناکله د ماشومانو اوښکې بهولې. صفيه د کلا له ديوال سره ولاړه وه،د باران بهير لمده خيشته او له سره يې تر پښو پورې مينځلې وه. دکلا ديوالونه خټين و، کله کله به يو پرېړخټه راولويده. صفيه به ووېريده، يوې او بلې خواه ته به يې وکتل بيا به يې ژر ريږدونکې لاسونه په سينه کښېښول. دباد څپو هم د باران قافله بدرقه کوله ، صفيه له سړو څخه ريږدېدله دواړه سترګې يې د کلا په وره کې نيولي وې. دزبير د کلا ور اوسپنيز وو، خو چاجر ( پتري) يې څو ځايه د روسانو د مرميو په زور سوري شوي وو، پلار يې ډير شوم وو، له افغانستان څخه يې په تنظميمي لارۍ کې پيښور ته راوړی و او دلته يې په خپله کلا کې لګولی وو. زبير له کلا څخه راووت پر اوږه يې چاری (يوم) راخيستې وه،ژر ژر يې د کور بنده وياله پاکه کړله ، انګړ يې ټول له اوبو څخه ډک وو. صفيې دديوال له کنجه پټ پټ ورکتل ،پر ګلابې اننګو يې د اوښکو څو مرغلين څاڅکي راوڅڅېدله ، څو پر له پسې سوزونکو سړو سلګيو واخيسته ، څادر يې له پېڅکي راونيو ، خپلې بهاندې اوښکې يې پرې وچې کړې او بيرته يې ديواله ته ډډه ولګوله. باران زبير لوند خيشت کړ، په انګړ کې ډنډ اوبه په يوه منډه راووتې او ټوله لاره يې ونيوله، زبير بيرته يوم پر اوږه کړ، وريې پرانيست او کورته ننوت. صفيه دوه ګامه را وړاندې شوه، د وره په لوري ورو ورو ګام راواخيست ، بيرته يې پښه ونيولې شوه ، په زړه کې يې څه وروګرځيدل، سوکه سوکه شاه ته لاړه ، لکه ماښام په خپلو تورو ببرو څڼو وېرولې وي، ګامونه يې چابک کړل په بيړه بيړه يې د کور خواته مخه شوه ، استاذ امين د دې دکورنۍ يوازينی غړی وو، چې ورپاتې وو، دايې څوومه مياشت وه ، چې جګړي ته ته تللی و او بيا يې کورته سر نه و راښکاره کړي. مخکې به په شپږو اوو مياشتو کې يوځل دوه ځله کورته راته ، خو داځلې ددې سپرې په قسمت هغه هم وځندېده. صفيه داستاذ دې ځنډېدنې ته ډيره انديښمنه وه، رنځونو او کړاونو ډيره ځپلې وه، کله کله به يې بيدريغه له سترګو اوښکې راوبهيدلي او لاندي به يې په بارخوګانو لارې وکړې. دامين له راتګه يې نوره تمه وشلېده ، نور نو هر وخت زيارت وو او د صفيې تګ ! کله کله به چې د مور د قبر سرته کښېناسته، نا پامه به يې پر شناختو باندې بنګړي مات کړل او بيا به يې ټول د قبر په منځ ور وشيندل. دصفيې ګوزاره ډيره مشکله شوه ، څه وخت يې د کور د سامان په خرڅولو ژرنده و ګرځيده، خيمې ، کالي ، لښتۍ او اميل ... يې هم وپلورل، خو چې هرڅه يې له لاسه ووتل اود پولۍ ټک ته کيناسته، د کور په وره پسې يې قلف واچاوه او سوالګرۍ ته يې ملا وتړله . د هشنغرۍ او فردوس تر مينځ په پرتې لارې ټولې هټې به يې ګز او قدم ګړي، چا به غيران او څلور انې ور کړي، چابه په پوښتنو پوښتنو له سواله بېزاره کړه. ځينو ځينو به ورته ويل: _ "ځوانه ښځه يې ميړه وکړه! " _ "ستا غوندې ښځې په کور ناستې وي چې ميړه نه کوي، خود به سوالکره وي". صفيه به غلې وه، د دا رنګ خلکو د پوښتنو له ځوابه وتلي وه، نوره له داسې خبرو سره عادت شوي وه ، دومره بدي پرې نه لګيدې. زبير هم په ښارکې د وچو ميوو هټۍ په اصطلاح يو جنرال سټور درلود، دکلي خپلو خپلوانواو ملګرو به سودا له زبير څخه وړله. احمد اوحسين هم کله کله ښار ته راتلل او له پلار سره به يې د هټۍ په چلولو کې مرسته کوله ، که څه هم هغوی ښونځۍ هم لوسته، خو يکشنبه د دوی رخصتي وه . په پاکستان کې عموماَ د يکشنبې په ورځ دولتي او شخصي ښونځۍ او دفترونه بند وي. دا تبديلي له څه مودې راهيسي دچارواکو له خوا اعلان شوه ، علماو او خطيبانو ډيرې چيغي ووهلې او دحکومت پر خلاف يې زياتي مظاهرې وکړې ، خو هغه د چا خبره "چاپرې غوږونه ونه ګرول "او همداسې يې دود وموند. صفيې څو ځله احمد او حسين په لاره وليدل. هر ځل به يې چي تر سترګو شول زر به يې ددوي څنګ ته ځان ورورساوه او په يوه او بله خبره به يې راغږول. د صفيې توجه د سوالګرۍ په پرتله احمد او حسين ته زښته زياته وه او دا لېوالتيا او مينه مخ په زياتيتدو وه، کله کله به يې د زبير په هکله هم پوښتنې ترې کړې او په خبرو خبرو به يې ټول راوغږول. دنورو ورځو په پرتله زبير نن هټۍ د وخته بنده کړه ، د ښار په بره خواکې د مظاهروګونګوسي وي، زياترو خلکو خپلې هټۍ بندولې. زبير احمد او حسين دواړه تر لاسونو نيولي و او د لوی سړک پر غاړو راروان وو، صفيه هم د بنګړي والاو تر څنګ ولاړه وه او دواړې سترګې يې په دوی کې ښخې کړي وې، زبير د صفيې له مخې تير شو خو ماشومانو به کله کله شاته راوکتل ، صفيې حسين ته لاس وخوځاوه ، حسين زبير ته وويل: _ بابا ودرېږه ، آغه ښځه څه وايې؟ _ کومه ښځه ؟ _ آد بنګړي والې سره ، هر وخت موږ ته وايې چې زه ستاسو موريم ... هر وخت موږ ته چاکليټ او ژاولې اخلي. _ زبير " په حيرت " تاسو ته يې کله ويل چې زه ستاسو موريم. _ احمد : آبله ورځ. _ تاسو ليدلې ده ! څنګه ښځه ده؟ _ هو! هغه ډيره ښه ښځه ده ، ښايسته هم ده. زبير په عجيب حالت کې قرار درلود، سترګې يې له اوښګو څخه ډکې وې، د صفيې معصومه څيره ، دپلار ظلم او دبچيانو مکالمه يې چې ويل يې (( کاش موږ هم مور درلودای )) ډير زر په پر له پسې توګه د فلم په شان په سترګو کې راغلل ، هماغه ورځ يې سترګو ته ودريده، چې پلار يې په هيڅ خبره دده او صفيې د ټينګې رشتې مزي سره وشلول... شونډې يې ورپيدي په ډک ستوني يې وويل: راځی! راځی! هغه ليونۍ ده، هر چاه ته داسې وايې. نذير احمد( سهار )
|
||||