|
|
|
||||
| شـماره 6 سـال دوم | |||||
| خانه | ماهـنامه نی | صفحه اول | شماره قبلی | شماره بعـدی | آرشیف |
|
|
په زهرو ککړ دمستۍ بوتی دريمه برخه
په افغانستان کې کله چې په کال 1992 کې پخواني دولت بيخي ړنګ شو او له مينځ لاړلو، نو په ټول هيواد خپل سري پيل شوه. په ولايت ،ولسوالۍ او علاقدارۍ کې دڅو جهادي تنظيمونو بيل بيل خپل سري حکومتونه جوړ شول او هيڅ ډول قانون په ملک کې نه چليدلو، هرچا دټوپک په زورحکومت په يوه وړه سيمه کې چلولو او په خپل زړه واکمنی يې لرله. ددې موقع څخه په ګټه پورته کولو سره دنورو قاچاق ګرو تر څنګه داپيمو او هروئينو قاچاق ګرو هم دهيواد په ګوټ ګوټ کې نورې زياتې منګولې او پښې ژورې خښې کړلې او بيشماره بزګران يې ګرو ګړل. داپيمو او هروئينو سوداګرو د قاچاق وړونکو بانډونونه نور هم پراخه ،منظم او زيات مجهز کړل. داپيمو راټولولوته يې وړ ډګرونه پرانيستل. داپيمو او هروئينو دتوليد، قاچاق او خرڅلاو له درکه دشخصي ګټو تر څنګه تنظيمي ګټې هم لاس لاندې ونيول شولې . ددغې وضعې څخه په ګټه پورته کولو سره دسيمې دولتونو او هغو دولتونو چې په افغانستان کې يې ستراتيژيک هدفونه درلودل او برسيره پردې چې دمختلفو تنظيمونو او ګروپونو جنګي ماشينونو يې فعال ساتل او هغوی ته يې دجګړو ددوام لپاره وسلې ،مهمات او دهغوی نور ضروريات يې اکمالول او په دې طريقه يې غوښتل چې نورو ذيدخلو رقيبو هيوادونو څخه دافغانستان په راتلونکي کې زيات برلاسي وي. ددې چارو په څنګ کې يې تلاش کولو چې دافغانستان داپيمو او هروئينو دبېساري زيات توليد څخه کوم چې په دې ورستيو کلونوکې په ټوله نړۍ کې لمړي دريځ نيولی وو په ګټه اخستلو، مقابل هيوادونه تر فشارونو لاندې راولي ، او داپيمو هروئينو کاروانونه دهغوی په لور ورمات کړي ( دچين داپيمو جګړې ته دمخه اشاره وشوه ) . دغو هيوادونو چې پاس اشاره ورته وشوله د افغانستان دجګړې دډګر څخه په ګټه اخيستو سره اوددې لپاره چې خپله بر لاسي په افغانستان کې يقيني کړي دنورو هلو ځلو تر څنګه يې دګاونډيو هيوادونو يو شمير ځوانانوته دافغانستان دننه په خپل لاس پوځې روزنه ورکوله او بيا يې هغوی خپلو هيوادونو ته دبې ثباتۍ لپاره استول، ترڅو ددغو هيوادونو پام خپلو کورنيو مئسلوته واړوي ، او افعانستان يې هير شي او ډګر يوازي ورته پاته شي، ترڅو په خپلو زړونو نيلی پکې وځغلوی . په افغانستان کې داپيمو او هرئينو دقاچاق څخه ومقابل لوري ته دسوق کولو څخه هم اصل مطلب دا وو چې مقابل لوری په خپل ځان اخته کړي او ميدان شغالي شې دافغانستان دګاونډيانو تر منځ دغه ډول هڅې پر له پسې روانې وي،خو هر ملک دځانه څخه داپيمو او هروئينو قاچاق دفع کولو ، مګر که ورتير به شول نو بيا به دوي دهغو سيمو له ليارې چې ددې کار لپاره جوړې شوي وو ،زياتره برخه به يې نوروهيوادونو ته ليږدوله ، په دغه کش او ګير کې ښکاره بری هيچا هم تر لاسه نګړلو، خوپه دغه اخ او ډب کې دافغانستان داپيمو او هروئينو دحاصل څخه تقريبا دنړۍ هيڅ هيواد په امن کې پاته نشو او هرچاه ته څه ناڅه برخه پکې ورسيدله ، دپورته خبرو له مخې ويلای شو چې يو ځل بيا دتاريخ په دغو شيبو کې چې نړۍ ديوويشتمې پيړۍ په درشل کې وه دتاريخ دغه زړه آزمايل شوي وسله دسياست ،ګټې او تاوان په غرض ددولتو تر منځ وکارول شوه . په نړيوالو خبري آژانسونو کې دافغانستان داپيمو دتوليد لوړه کچه په 2000 کال کې 4600 ټنه ښول شوې چې دټولې نړۍ پرتله ٪75 توليد ښي ، خو دغه رقم پوره عملي نه بريښي ځينې وخت دغه ډول رقمونه دسياسي هدفونو لپاره خبري سرچينو ته داندازې څخه لوړ او يا ټيټ ګډوډ ورکول کيږي . خو اوس چې افغانستان دمخکې په څير د بزکشي او وزلوبې خوسکۍ نه دی او دهغې حالت څخه راوتلي دی کوم چې دسيمې دولتونه او نړۍ ستر دولتونه يوې او بلې خواته په بېرحمۍ سره ښکلو او راښکلو ، نو اوس د امن دراوستلو او دهيواد دبيا آبادولو تر څنکه ضرور ده چې دکوکنارو دکرلو او اپيمو- هروئينو دتوليد او قاچاق کولو هم په جدي توګه مخنيوی وشي تر څو زموږ هيوادوال او دنړۍ ټول انسانان ددغې ډيرې غټې بد مرغۍ، ناوړه مرګوني ناروغۍ يعنې مرګونې نيشو څخه وژغورل شې. خودغه کار يو دډيرو غټو درنو کارونو څخه دی . په بيړه او ساده ګۍ يې مخنيوی نا شوونی دی لکه چې په 2002 کال کې داسې وشول ددې لپاره چې دکوکنارو دکرلو دمنع کولو فرمان صادر کړلو. دانګلستان په ګډون يو شمير هيوادونو يوڅه پيسې هم دافغانستان ددولت په اختيار کې ورکړې تر څو دغه پيسې هغو بزګرانو ته چې کوکنار يې کرلي وو بدل ورکړي، او هغوی خپل پټي واړه وي. خو دغو هلو ځلو ځای ونه نيولو ځکه مئسله دومره ساده او آسانه نه وه لکه څومره چې د هيواد واکمنو او يا هم بهرنيانو په ساده ګۍ ورته کتل . که ددغه مئسلي تير تاريخ BACKGROUND ته نظر واچوو را ته څرګنديږي چې ډيرو زياتو نړيوالو هلو ځلو او کوښښونو سره سره دغه ستونزې لا پر ځای پاته دي او کله کله ديو او يا بل لوري زياتوالی پکې راځي. دساري په توګه د امريکا متحدو ايلاتو په 1925 کال په هيواد کې دمخدره موادو توليد قاچاق او استعمال منع اعلان کړلو خو په زړه پورې نتيجه يې په لاس را نه وړله . په کال 1968 هغه وخت چې (نيکسن ) د امريکا د متحدو ايلاتو رييس جمهور وو دمخدره موادو دتوليد قاچاق او مصرفولو ، پراخيدلو جګړه اعلان کړله ، خو ددې جګړې سره سره دغوټولو فعاليتونو ځای ونه نيولو . د امريکا د متحدو ايالاتو په شاوخوا ګاونډو هيوادونو ( لاتين امريکا يو شمير هيوادونو ) دمخدره موادو په خاصه توګه دکوکايينو په توليد کې پر له پسې زياتوالي روان وو. په 1989 کال دامريکا متحدو ايلاتو تصميم ونيولو چې د پيرو دولت ته 220 مليونه ډالر ورکړي تر څو هغه د کوکايينو دتوليد او قاچاق دمخيوي لپاره وکاروي ، همدا راز په کال 1995 کې دامريکا متحدو ايالاتو کانګرس مجبور شو چې يو ځل بيا 264 مليونه ډالره دکولمبيا ، بوليويا او پيرو دولتونو لپاره منظور کړي تر څوپه دغو هيوادونه کې دکوکايينو دتوليد او قاچاق دمخنيوي لپاره وکارول شی . دنړۍ ټول هغه هيوادونه چې نه غواړي هيوادوال او نور بشريت په دغو دمخدره موادو په غمونو او بدبختيو ککړ شي هڅې کوي چې دمخدره موادو له بيخه سټه وباسې خو دنړيوالې (مافيا ) شبکې ولې او جال يې چې له يوې خوايې راټولوي ،بلې خوا خوريږي ،چې پښې ورڅخه خلاصوي سر او لاسونه پکې بنديږي چې سر او لاسونه خلاصوي پښي پکې بنديږي . ددې غوړيدلي جال را ټولول او دهغې ولې ايستل ډير زيات ترتيبات او ډير وخت غواړي . (( پاته په راتلونکي ګڼه کې))
|
||||