شـماره 9 سـال دوم پنجشـنبه 9 میزان 1383 / 30 سـپتمبر 2004
خانه

ماهـنامه نی

صفحه اول شماره قبلی

شماره بعدی

آرشیف

 

 

پښتو ته پخپله پښتنو په ټيټه سترګه کتلي

په دې هيله چي ژبپوهان په دې هکله علمي ليکني وکړي !

حبيب الله غمخور  

په دې وروستيو ورځو کې مې په بېنوا ويبپاڼه  کښې د نورو علمي مقالو په ترڅ کې يو مطلب  (( پښتو هم د افغانستان  رسمی ژبه ده)) تر نامه لاندې ولوست .

په نوموړی مطلب او ليکنه کې داوسني حاکميت د واکدارانو څخه ګيله پر ځای بولم اوبايد ووايم چي زه ليکوال، ژبپوه، او اديب نه يم خو د ژوند د حالاتو پر اساس همېشه کوښښ کوم چي د خپل هيواد د تاريخي، اساسي او فرهنګي روانو حالاتو ځان خبر کوم.

پورته سرليک وهڅولم يوه لنډه غوندي تبصره وليکم او هدف مي دادی چې د پښتو ژبې ښاغلي ليکوال ددغه ستونزې د پيدا کيدو او حل په هکله مفصلي مقالې وليکي تر څو افغان ولس ددغه ستونزې په ټولو اړخونو پوه شي .

له بده مرغه تر اوسه دا مسئله لکه څنګه چي ښايي نه ده څېړل شوې، چې ولې پښتو ژبه په افغانستان کې دولتي شوې ( ملي شوې ) ده ؟

زما په عقيده که چيري موږ د پښتو ژبې سره د برخورد او اړيکو مسئله وڅېړو، څو ټکو ته بايد پام وکړو؛

١ _ پښتانه  ددې هيواد تاريخي اوسيدونکي او پښتو ددوی ژبه وه او ده، البته زه نه غواړم د پښتو ژبې پر تاريخي تکامل او تر نن ورځې پورې د پښتو ژبې پر تاريخ د استعمال پر ځای او وخت خبري وکړم. که پښتانه په دې هيواد کې څو زره کلن تاريخ لري نو ژبه يې هم همدا شان لرغونتوب لري. سره له دې چې پښتنو شاهانو پرپارسي ژبو سيمو خپل واک او سلطنت ساتلی او هغه منطقې يې په خپل دولتي حريم کې د تاريخ په بېلابېلو دورو او د بېلابېلو وختونو لپاره ساتلې دي، خو بيا هم لکه څنګه چي مالوميږي پښتو ژبې هلته خپل ويونکي نه دي پيدا کړي، برعکس د پارسي ژبې کارولو او رواج ته زمينه برابره شوې ده چي د دې خبرې اصلي ريښې بايد ژبپوهان وڅېړي .

٢ _ سلهاوو کلونه پخوا چې زموږ په هيواد کي د لويو او کوچنيو شاهي رژيمونو د جوړيدو سلسله را پيل شوې ده بيا تر اوسه دغو شاهانو په خپلو درباري، ادبي، غونډو او محفلونو کي يوازي د پارسي ژبې شاعران،او بيا را وروسته هنرمندان دربار ته رابلل اويوازې هغوی دربار ته د ورتګ امکان درلود .

نه غواړم دهر پاچا نوم واخلم ځکه دا کار د همدې ليکنې په توان کي نه دی ځکه په يوه کلمه سره وايم چي ((  له پيل نه بيا تر اوسه )) دربار د پارسي ژبې د ويونکو ځای ؤ .

٣ _ ممکن په لسهاوو نور لاملونه هم وي چې ولې پارسي ژبې دومره پرمختګ وکړ او ډير ښه عالمان ، اديبان او شاعران لري چې حتی دپښتو ژبي ويونکو په منځ کې د پارسي ژبې د يو شمېر سرغندويه شاعرانو د شعرونو ټولګې لکه پنج کتاب ، ګلستان ، بوستان ، د حافظ صاحب ، خواجه عبدالله انصاري ، او نور په قوي ګمان دهمدغو شاهانو او ددوی پلوه ديني عالمانو درباد او پارسي ژبې ته د هغه چوپړ پايله ده چي اوس پخپل موجوديت په ټول تاريخ  کې نه شي کولای مروجه ملي او دولتي  ژبه شي  .

ټولو ته څرګنده ده چي په ټولو پښتو ژبه ويونکو سيمو کي ماشومانو ته دديني لومړنۍ پوهي د تر لاسه کولو په لاره کي د پارسي ژبې او پورته ويل شوو کتابونو لوستل د فکري غنا او ليکلو زده کړې معيار بولي، سره له دي چې که ښه پاملرنه وکړو دا تعبير ځکه ساده دی چې پښتو ژبې ماشومان که  څه هم پارسي کتابونه لولي خو هغوی پښتو ليک لوست زده کوي نه پارسي، ولي له ډيره پخوا د هغې دقيقې فرهنګي مداخلې پر اساس چې په پښتو ژبو کې شوي ده، دا شان يو نا اګاهانه تعبير موجود دی، چې دا لومړی ساده بريښي او د پښتو ژبې د رواجولو د مخنيوي پر ضد يې تاثيرات محسوس نه مالوميږي ولې په حقيقت کي دا ډير ژور تاثير او ژوري ريښې لري .

٤ _ د لوی احمدشابابا له دربار نه بيا کله چې تيمورشا يو قزلباشه وکړه اوهغه دده ګرانه ښځه وه اوبيا تر همدی اوسنيو شېبو پوري زيات وخت قانونو کي ليکل شوي دي چې پښتو رسمي ژبه ده او په دې راوروسته کې د رسمي کلمې سره د ملي کلمه هم يو ځای شوې ده چې په غټ ګومان دا کار يوازي د پښتنو دخوشحالۍ لپاره شوی دی. ځکه په عمل کې پښتو ته په دربار او دولت کې ځای نه دی ورکړه شوي .

په افغانستان کې د لوړو او مسلکي زده کړو موسسې ( پوهنتونونه، دارلمعليمينونه، او نور ) يوازې د هيواد په پلازمينه کابل کې وه او درسي کتابونه يې په دري ( پارسي ) ژبه وه لکه چې مخکې مې څرګنده کړه ارګ او دربار ته يوازې پارسي ژبو لار درلوده؟ او که څوک رانه خپه نه شي ددربار او حتی ځينو شاهانو ژبه دري ګرځېدلې وه دوی په پښتوخبري نه شوای کولای او يا يې غلطه پښتو ويل .

٥ _ د افغانستان لپاره اکثريت کتابونه په دري ژبه تهيه کيدل، او اکثره پښتو ژبو ليکوالو هم ددې لپاره چي ددوی ليکنې ګويا اعتبار ولري او د دولت له خوا تشويق شي ليکنې او ژباړنې په دري کولې .

٦ _ حقيقت تريخ وي که يوه شېبه موږ پښتانه پخپله ځان ته ګوته ونيسو له پيل نه بيا تر اوسه د انګريزانو د هغې پښتو دښمنې پاليسۍ له مخې چې نه يې غوښتل پښتانه پوه، د لومړنيو او لوړو زده کړو اوقلم خاوندان شي دخپلوګوډاګيانو اوهغو نوکرانو پواسطه چې په افغان ولس کې له مذهبي او يا بل اعتبارنه برخمن وه تبليغ کاوه او پښتانه يې د مکتب او تحصيل سره غبرګون ته هڅول همدا علت دی چې له بده مرغه سره له دې چې دا کلمه همېشه وايي چې تعليم پر نر او ښځو فرض دی ولې دهلک اونجلۍ ښوونځی ته له تګ نه مخه نيسي. په پښتنو کې پراخ تبليغ شوی دی او کيږي چې ښوونځی او لوړي زده کړې ددوی د اولادو عقيده خرابه وي . د همدې پښتنو دښمنه پاليسۍ دعملي کيدو پايله ده چې دغه لوی اکثريت د سواد له نعمت نه محروم او په پايله کې که غواړو او که نه! بايد د بلې ژبې ويونکي پر دولتي څوکيو مقرر شي. هغوی څنګه پښتوژبي ته کار وکړي  ؟

واقعيت دادی چې په پوهه د انسان عقيده نوره هم مکمله او ټينګيږي، خدای پېژندنه ، حق پېژندنه، اويا د نورو ټولو ناوړو کړو وړو په پايلو کې انسان يوازي د پوهي په نتيجه کې پوهيدلای شي .

٧ _ همدا پښتو ته په سرسري نظر کتل ددې باعث شول چې په حقيقت کې په ښوونځيو، پوهنتونو او مسلکي موسسو کې نه په پښتو کوم کتاب شته او نه پښتو هلته ځای لري له شرمه ډکه خبره خو لا داده چې په زياتو تعليمي او تحصيلي موسسو کې پښتو د يوه ځانګړی مضمون په شکل ويل کيږي، يوازي په کابل کي  د رحمان بابا اوخوشحال خان ليسه په پښتو دي او په نورو ټولو کې په پارسي ژبه درس لوستل کيږي .

٨ _ موږ که وغواړو چې دخپل هيواد په تاريخ پوه شو او يا هغه ولولو _ نو ضروري ده چې د خدای بخښلي غبار صاحب، کهزاد صاحب چې مورنۍ ژبي يې پارسي وه اثارو ته مراجعه وکړو او يا حبيبي صاحب چې هغه هم په دواړو ژبو ليکني کړي دي. که د افغانستان دتاريخ په هکله ټول ليکل شوي اثار راټول کړو دا به ثابته شي چې په پارسي ژبه زيات اثار ليکل شوي دي .

په دې وروستيو وختونو کې د پښتنو او پښتوژبې د تاريخ په هکله لږ څه نوري ليکنې شوي چې دهغې جملې نه د ښاغلي استادغوث خيبري ليکنې د يادولو وړ دي د هغه معلومات له مخي چې زه يې لرم ښاغلي خيبري صاحب همدا اوس د يوه تاريخي اثر په ليکلو بوخت دی خدای دي وکړي چې دا با ارزښته تاريخي اثر د يو چا په مرسته د چاپ بخت تر لاسه کړي او پښتانه يې په لوستلو سره د پښتو ژبي سره د جفا او بيغورۍ اسناد اوشواهد مطالعه کړي .

٩ _ له هغې نېټې نه چي د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی دی بيا تر اوسه پوري بېله نورمحمد تره کي بل هيڅ کوم ولسمشر يا پاچا په نړيوالو غونډو اومحفلونو کې په پښتو وينا نه ده کړې، بلکي دهيواد په داخل کښي يې په پارسي اواوس  رواج دی په انګريزي خبري کوي .

د بېلګي په توګه: ښاغلی حامد کرزی پښتون اوپه کندهار کي زېږيدلی دی مګر زياته علاقه لري چې په هيواد کي دننه په پارسي او انګريزي ژبو خبري وکړي .

د ټولو پښتون دښمنه تلاښونو سره سره دا يو حقيقت دی چي پښتانه غوڅ اکثريت چې بايد د ولس مشر په خبرو پوه شي او نړۍ والو غوږوته دا وښيي چې افغانستان خپله ژبه لري او په هغه وينا کوي .

سره له دې چې د ټولو منل شويو نړيوالو ديپلوماتيکو نورمونو په اساس ښه داده چې د يو هيواد چارواکي په بهر او داخل کښې د بهرنيانو سره پخپله ژبه خبرې وکړي، يوازي په هغو خاصو حالاتو کښې ددوو هيوادو د مشرانوتر منځ  کومه خاصه مسئله چې بايد پټه او د دوی تر منځ وي د تړلو دروازو شاته دوه په دوه په انګريزي او يا بلې کومې هغې ژبې چې دواړه په اساني سره خبرې پرې کولای شي خبرې کوي  .

ولي ښاغلی کرزی په کابل کې د بهرنيو مشرانو او مطبوعاتي کنفرانسونو سره په انګريزي، لويه جرګه او نورو غونډو کې په پارسي خبرې کوي .

ډير داسې دليلونه شته او شواهد شته چې د پښتو ژبې سره د پښتنو لخوا د جفا او خپل سرۍ انکار نه منونکی اسناد دي او پر هغوی بايد کتابونه وليکل شي خو واکداران به دغه کار ته اجازه ورنه کړي..په همدې اساس واضح اوڅرګنده ده چې:

_ په هغه هيواد کې چې پښتانه تر ټولو لوی اکثريت دي بيا هم دربار، پاچاهانو بيا راوروسته ولسمشرانو ته پښتو بېګانه ښکاري .

_ د هيواد په اکثريت تعليمي او تحصيلي موسسو کې پارسي مسلطه ژبه اوپښتو بېګانه وه .

_ دولتي ټول کاروبار حتی په هغو ولايتونو کې لکه: کندهار، فراه، هلمند، ارزګان، زابل، پکتيا، خوست، ننګرهار، پکتيا، کنړ، لغمان، کې چې ٩٥ ٪ پښتوژبې دي په پارسي ژبه سرته  رسيږي .

_ راډيو، تلويزيون، اوچاپي خپرونې غوڅ اکثريت په پارسي ژبه نشرات کوي. ان تر دې پوري دهغو بهرنيانو لپاره کوم چې په افغانستان کې ديپلوماتيکې اويا نوري  دندې لري پارسي ژبي تر جمانان ګمارل کيږي. که رښتيا ووايو دهمدغو پښتنو واکدارو په اصطلاح برکت دی چې په بهر کې ديپلوماتانو اونورو کارکوونکو ته پارسي  ورزده کوي  يانې داسې پوه شوي دي چې د افغانستان رسمي او ملي ژبه پارسي ده. څنګه به توقع وشي چې پښتو مروجه دولتي يا ملي ژبه شي.

_ په دې وروستۍ لسيزه کې د مهاجرت په شرايطو کې يو شمېر اديبانو، ليکوالو اوشاعرانو يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه وليکل، چې دهغوی دودول په پارسي ژبو کې د همدغو کتابونو د خصوصياتو او بڼي له مخې ډير ضعيف بريښي اوپارسي ژبو ته د هغو د ويلو اړينه نه پيدا کيږي. داسې علمي تخنيکي اثار چې په هغو د پوهيدو اړتيا هر څوک او د هرې ژبې ويونکي احساس کړي متاسفانه ډير کم او يا هيڅ نه دي ليکل شوی. هغه چې ليکل شوی دي د رواجولو او شهرت پيدا کولو لپاره يې هيڅ چا تلاښ نه دی کړی .

که ټول تاريخي شواهد، دليلونه، او د پښتو ژبې سره ناخوالې وڅېړو پايله به يې داوي چې:

تر څو چې خپله پښتانه، پښتانه واکداران، پښتانه ليکوال  اوپوهان خپل دغه ملي او وطني لوی مسوليت درک نه کړي او دهغه د رفع کولو لپاره وجداناً کار ونه کړي او په پښتو ژبه داسې علمي تاريخي، ادبي اوفرهنګي اثار ونه ليکل او ونه ژباړل شي او د نوي نسل لپاره يې لوستل اړينه ونه برښي د پښتو سرنويشت به خالي فرمانونه او د اساسي قانون په مادو کې دهغې په يادونه (( پښتوملي يا رسمي ژبه )) ده دا ستونزي او د پښتو ژبې بدمرغۍ پای ته نشي رسيدای. او پښتانه چې ددې ټاټوبي اصلي او تاريخي اوسيدونکي دي د خپلي ژبې د کارولو او هغې ته له درناوي نه  به بې برخي وي .

زه په دې عقېده يم راځی چې د يوه افغان په صفت پر پښتو ژبې له سياسي او ايډيالوژيکي تجارت او په خبرو د هغې له ملاتړ او دفاع نه تير شو ځکه دا کار پښتانه له نورو لږه کيو څخه چې دهغو عام ولس هيڅ ګنا نه لري ليرې کوي او د پښتنو دښمنان بيا له موقع نه په ګټه اخستلو سره د ژبو په جنګ کې سياسي ګټې لټوي .

ښه به داوي هغه څه سرته ورسوو چې په افغانستان او له هغه نه بهر د نورو ژبو ويونکي د خپلوعلمي او تخنيکي معلوماتو د پوره کولو لپاره په خپله وهڅيږي چې پښتوژبه زده او دا علمي اثار پرې مطالعه کړي .ژبه هغه وخت غښتلې کيږي چې دويلو، لوستلو، او زده کولو اړتيا يې احساس شي .

ماته د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال رسول باوري چې همدا اوس په هالنډ کې د سلام فرهنګي ټولني مشر دی څو کاله پخوا له کابل نه په بېلابېلو وختونو کې ليکونه راليږل، په لومړي ليک کې چې د ښاغلي ( رباني ) د زمامدارۍ وختونه وه د پښتوژبې سره ددښمنۍ کچه ليکلې وه، اوبل وخت يې بيا د طالبانو په وخت کې د پښتوژبې سره لېوالتيا اوپارسي سره دښمنۍ اندازه راته ليکلې وه، چې دا دواړه ليکونه زماسره همدا اوس هم شته، ددغو ليکونو په لوستلو سره هر انسان حيرانيږي چې په دې هيواد کې څه تيريږي، متل دی چې وايي:  نه بايد دومره خوږ شي چې ټول دي وخوري  اونه دومره ترېخ چې ټول دي وغورځوي؛ د پښتنو منطقي اوله انصاف سره ملګرې کړنه زموږ دهيواد د ټولو ژبو په ګټه ده او د ژبنيو اختلافاتو څخه د ناوړه ګټه اخستونکو مخه به نېول شوې وي. ښه به داوي چې پښتو ژبه د خپلو پښتنو په واسطه غني اوغښتلې کړو او له بلې ژبې سره يې په جنګ وا نه چوو.

که پښتانه پښتو ته په درنه او وړ سترګه وګوري په هغه صورت کې به په افغانستان  او له افغانستان نه بهر ټول نه دا چې د پښتو درناوی به وکړي، بلکي هغه به زده، په دولت، دربار او مطبوعاتو کې  عامه او مروجه ژبه شي.

په دې بايد پوه يو او ټينګ باور ولرو چې دهر چا عزت او لوړ تيا پخپلو کې ده.

په دې هيله چې پښتانه په دې تکل شي چې دخپلې ژبې عزت وکړي . ♦

 

 

فهرست مقالات این شماره:

پيامد های جهاد ملت افغانستان

هشتمين سالگرد شهادت دکتر نجيب الله

پښتو ته پخپله پښتنو په ټيټه سترګه کتلي

اسرائيل بيشتر از حزب الله ميترسد تا القاعده

گهواره خالی          (   داسـتان کوتاه  )  از: اکرم عثمان

نا همگونی های املايی وسردرگمی های چند در: نوشتن واژه های زبان فارسی

بيـهقي

ترکان و زبان فارسی

« ...خورشـید در خانه های متروک چگونه میدرخشـد»

نکاتی چند پیرامون باز سـازی در کشـور

حوادث اختطاف اطفال رو به افزايش است

کاروان شـعـر و ادب

بخوان، بخوان، دوباره بخوان  

صفحه جوانان