شـماره اول سـال سـوم پنجشـنبه 8 دلو 1383 / 27 جنوری 2005 |
||||||
|
|
ورا ليکونکي: نجيب سـرغندوي
پروت وو. دا دومره لوی کلې نه وو، ايله ديرش څلويښت کوره به وو. په کلې کې هر راز خلک وو: خټګر نه نيولې بيا تر ترکاڼ او هټيوال پورې. هـدارنګه يو څو کوره هم وو چې نارينه يې د دولت په دفترونو کې وظيفه درلوده. دکلې په يوه اړخ کې وياله بهيدله او په بل اړخ کې يې لوی او ارت سړک غزيدلي وو. کليوالو له يو بل سـره زيات تګ راتګ درلود خو په غم او ښادي کې به يو بل ته رسـيدل او ديو بل لاس نيوي به يې کاوه. زموږ کلي تر ډيره وخته پوری جومات نه درلود، کليوالو به دجمعی د ورځی او د اختر لمونځونه له کلې بهر جامع جوماتونو کې کول او د روژی په مهال به هم دختم او تراوو لپاره دغو جوماتو ته تلل. دکلې لويديځ اړخ ته لوی ميدان پروت و، چې دکلې هلکان او نجونو به کري ورځ پکې لوبې کولی. د دغه ميدان دوه خواو و ته د توتانو غټي او وړي ونی ولاړي وی. په حقيقت د دغو ونو يوه کتار دويالې او دلوبو ميدان تر منځ بيلوونکې کرښه جوړه کړي وه. هغه وخت چې دکلې سپين ژيرو او مخورو دکلې لپاره د جومات دجوړولو خبره سـره پخه کړه نو دماشـومانو دلوبو دغه ميدان د جومات لپاره په نښـه شـوه. ورپسې جومات جوړ او دلوبو ميدان له مينځه لاړ. نور نو د ماشـومانو هـغه شـور بګت نه اوريدل چې کري ورځ به په دغه ميدان په لوبو اخته وو. ********* جومات چې جوړ شـو نو دکلې پخوانۍ فضا بدله شـوه. يو دا چې دلوبو ميدان ړنګ شوي و او نور هـلته لوبی نه کيدلي. بله دا خبره چې دکلې هلکانو ته نوي دندي هم پيدا شـوۍ وي. جومات چې جوړ شو نو اکثره ګاونډيانو خپل ماشومان جومات ته د سـبق لپاره ليږل. زه هم په دی ډله کې وم. موژ به هر سهار وختي جومات ته ولاړو او هلته به ملا موږ ته سپاره را زده کوله. بله دنده مو د جومات له ژوري څاه نه د اوبو وړل و. تر اوسه هم په دی راز پوه نه يم چې ولې زما پلار او مور ته د دی څاه اوبو خوند ورکاوه، په داسی حال کې چې موږ په خپل کور کې ځانته څاه درلوده. ما به د ورځی دوه ځلې سهار او مازيګر کور ته اوبه وړلی. د جومات دروازه تل پرانيستي وه. هر چاته دا اجازه وه چې له دې څاه نه اوبه يوسي . همداراز لاروي به هم چې زموږ له کوڅې تيريدل، نو خپله تنده به يې د دې څاه له اوبو ماتوله. دکلي شاو خوا ته نور ارت ميدانونه او خالي ځمکې هم وي. موږ دغو ميدانونو چمن ويلي، ځکه په رښتيا هم د دغو ځمکو ځای ځای شني وي او دکلی واړه او لويان د ګرمي په موسم کې هره ورځ مازيګر مهال هلته تلل او تر نږدی ماښام پوری به هلته پاتی شول: وړو به لوبې کولې او لويان به له يو بل سره په خبره او کيسو اخته وو. د دغو ميدانونو په يوه برخه کې به چې دکلې له کورونو لږ په لرې واټن کې پرته وه هر کال د اوړي په موسم کې د کوچيانو کډي راتلي او دلته به يي اړول. دوي به د منی تر آخره پوري دلته پاتې شول. د دغو کوچيانو راتګ زموږ د کوڅی هلکانو ته يو په زړه پوری پيښه وه. کوچيان به چې راغلل، کډی به يې په اوښانو بار وي او دمخکيني اوښ رسئ په ديوي پيغلي په لاس کې و او نور ــ مال او دکورنۍ غړي ــ به ورپسي روان وو او چې کله به ټاکلی ځای ته ورسيدل نو پيغلی به په اوښ باندي غږ وکړ او اوښ به په هغه ځاي ودريد، بيا به بل غږ پي وشو او اوښ به بيا ګونډه ووهله او پر ځمکه به کيناست. په دې کار سره به نور اوښان هم ګونډي و وهلي او کوچيانو به بيا په ګډه سره د بارونو په خلصولو او کوزولو اخته شول. موږ د ښار هلکان ته د دغو صحنو ليدل ډير خوند را کاوه. نارينه وو به د اوښانو بارونه ښکته کړل او ښځو او پيغلو به دکيږديو په درولو کې مرسـته کوله. دوي په دي کار کې دومره مهارت پيدا کړي وو چې په يوه رپ کې به يې لويه کيږدئ ودروله. کيږدي به چې و درولې شـوې نو بيا به دهرې کيږدئ نجونو خپل منګي په اوږه کړل او ډله ډله به د جومات په اوبو پسي روانی شـوي. ********* موږ دکلی څو هلکان چې سره همزولی وو په اوړي اوژمي کې به په خپلو ځانګرو لوبو بوخت وو. زما دلوبو انډيوالان چې له وړکتوب نه بيا تر ځواني پوري سره يو ځاي وو يو " نور" نوميده چې موږ به ورته نورک ويلې بل يې بريالی و چې په کور او کوڅه کې ټولو ورته بری ويلئ او دريم يې عبدالله و چې موږ به عبدل باله. موږ به کرۍ ورځ پخپلو لوبو اخته وو او دې خوا آخوا به ځغستلو. وروسته چې بيا لږ لويان شوي وو، يو شـمير ټاکلي لوبي به مو کولې: کله به مو الا داد، کاوه، کله به په ډۍ کولو بوخت شوو او لږ وروسته چې تنکي ځوانان شوي وو، د ښوونځی دچاپريال تر اغيزی لاندي مو دخپلو لوبو نوعيت بدل کړ او زيات وخت به مو فوټبال کاوه. د فوټبال لپاره موږ تل د لوبي غټ توپ ته اړتيا لرله، چې هيچايې د رانيولو توان نه درلود، نو خپله تنده به مو د زړوکو او ټوټو نه په خپل لاس جور شوي توپ باندي ماته کړه اوپه هماغه چمن کې به بيا په لوڅو پښو کرۍ ورځ دفوټبال په لوبه اخته وو. موږ به هر ځلي ديوي ټاکلي لوبي لپاره لومړی ښه بند و بسـت وکړ او بيا به په لولو سـره شـوو. هلک به غږ وکړ: ـــ نورکه ځه چې ډۍ وکو. نورک به بيا تيار واو سـمدستي به يې خپله تياري اعلان کړه: ــ ځه چې ځو. بيا به مو نور انډيوالان هم پيدا کړل او دلوبي لپاره به موښه مضبوط لرګي په ونو کي خوښ کړ، هغه به مو پري کړ او بيا به مو لوبه پيل کړه. بله ورځ به بيا بری را پيدا شو اود زړوکو غټ توپ به يې په لاس وو او غږ به يې وکړ: ـــ راځی چې نن فوټبال وکوو: نو بيا موږ هم خبره در سره غبرګه کړه او نور هلکان به مو هم راټول کړل او کرۍ ورځ به بيا په فوټبال بوخت وو.کله کله به لوبي په بهير کې زموږ تر مينځ اختلاف پيدا شـو، خبره به دعوی ته ورسيده نو بيا د ميدان شاوخوا کې حاضرو لويانو مداخله وکړه او دعوا به يې په خپل مينځګړيتوب ختمه کړه. ********* دميدانونو آبل سرته د کوچيانو دکډو د راتلو خبره به تل نورک موږ ته راوړه. دا ځکه چې د دوي کور دکلي نه لږ لري او دغو ميدانونو ته مخامه پروت وو. نورک به په منډه راغي او پر موږ به يې غږ وکړ: ـــ هله راشئ چې کوچيانو راغلي دي. او موږ به منډه کړه او د کوچيان د راتګ سيل به مو کاوه. د کوچيانو راتګ موږ ته ډير خوند را کاوه. ماته پخپله د دوي توري غټي کيږدئ ، د دوی مالدارۍ، د دوي جامو او د دوي کوچياني ساده ژوند ډيره جاذبه درلوده. کوچيان به چې راغلل او خپلي کيږدئ به يې و درولي، نو زموږ کلي به بل رنګ پيداکړ. کلي به له خپل عادي حالت نه ووت، نوي بڼه به يې غوره کړ. هيجاني او متحرک به شـو، ګڼه ګوڼه به زياته شوه او آن تر دي چې دکلی فضا به بل رنګ او کيفيت پيدا کړ. د کوچيانو ميرمنی او پيغلی به ډله ډله جومات ته په اوبو پسئ تللي يا به يې د مستو او شيد وکټوي په سر ايښي وي او دکور توکڅوړې به يې شاته اچولې وې او کور په کور به ګرځيدلې او هغه به يې خرڅول. موږ به شا مدام له دوی نه شيدی او مستی اخستلې. خو تر ټولو مهمه خبره به ماته د شـاتريني بياليدل و. شـاترينه د دي کوچيانو په مينځ کې چې زموږ کلی ته را تلل پخپل کيږدئ چې ښه ار ته او نوی وه چمن ته نږدی ودردله. بيا به نور کالي او سامان شه په ترتيب سـره د کيږدئ په ټاکلو برخو کې ځای په ځای کړل. د شاتريني دوی کيږدئ ته زه زيات ورتلم. نه پوهيږم چې دلې زه د شاتريني ښه ايسيدلي وم. هغه په ما باندي ډير مهربانه وه اوتل به يې په مينه خبرې را سره کولې. هغه وخت چې دشاتريني دوي راتګ زموږ کلی ته پيل شو زه به ايله د دولسو يا ديارلسو کالو وم. د دوي کيږدئ او دکيږدئ لاندي د دوي ناسته ولاړه په ما دير ښه لګيدل. لومړی ځل چې دوی زموږ کلی ته راغلل زه يې سيل ته ورغلي وم. ښه مي په ياد دي چې شاتريني د اوښ جلب نيولی و او تر ټولو مخکې روانه وه. او کله چې ټاکلې ځای ته ورسيده نو ودريده او د دی په دريدو سـره اوښ هم ودريد. شاتريني په اوښ باندي غږ کړ او اوښ سمدستي په ګونډه شو او په هغه پسې دوهم اوښ هم هماغسې وکړل اوبيا شاتريني له خپلې مور اوپلار او خويندو وروڼو سره دکاليو په راکوزولو پيل کړ. په دي وخت ناببره د شـاتريني ماته پام شو. راته ويې خندل، ما هم ورته وخندل. څه شـيبه وروسـته چې ټول بارونه ښکته کړي شول نو ايله بيا د شـاتريني ماته پام شو، بيا را ته موسکئ شوه او داځل يې لاس اوږد کړ او يو دانه غټ کورت يې ماته راکړ. ما کورت واخيسـت خولا هماغسي هلته ولاړ وم او د دوي ننداره مي کوله. د شـاتريني پلار په مهارت سره د بارونو رسئ ګانې خلاصولې او مور يې د شاتريني په مرسته دبارونو محتويات چې دکور کالي او سامان وو را ويسـتل. پلار يې په دوي غږ وکړ چې دکيږدئ په دردلو کې له ده سـره مرسـته وکړي. هغه غټه توره کيږدئ دشاتريني پلار دخپلي ميرمني او اولادونو په کومک دسـترګو په رپ کې ودروله. بيا شاتريني دکيږدئ غولي صفا جارو کړ اولوي لميڅی يې دکيږدئ په غولي کې وغوړاوه. ورپسي يې دکور سامان په ټاکلو ځايونو کې کيښودل. دکيږدئ په بر سرکې صندقونه کيښودل او په سر باندي يې لوښی او اريکينونه ځاي په ځاي کړل. بړستـنې او تکيې يې بلي خواته سر په سر کيښودي اوبيا يې د اوبو منګي را واخيست اوله کيږدئ را ووتله، زه چې لږ لري لا ددوي سيل ته ولاړ وم پر مايې غږ وکړ: ـــ روکيه دلته نږدي د اوبو څاه شـته؟ ډير چټک مې ځواب ورکړه: ــ د جومات څاه ډيرې ښي اوبه لري راځه چې زه يې در ويښيم. او په دي تر تيب له شاتريني سره زما آشنايې پيداشوه. له دي ورځي وروسـته بياوخت ناوخت دشاتريني دوي کيږدئ ته ورتلم. مازيګر به چې شو نو کوچيانو به دخپلو کيږديو په خوا کې پر نغريو تبۍ کيښودي اود ډوډي په پخولو به بوختي شوي. په دي مهال به دهري کيږدئ له خوا نه شين لوګئ پورته و او د شنه لوګي سره يو ځاي به د تازه ډوډويو اشتها پاروونکي بوی په ټول کلی کې خپور شو. زه به مدام په همدي مهال د شاتريني دوي کيږدئ ته ورتلم. شاترينه اومور به يې دکيږدئ په خوا کې په ډوډئ پخولو او دشپي دپخلي په برابرولو بوختي وي اوپلار به يې دننه په ليمڅي د پاسه پښي غزولي وي او پر بالښت به يې ډډه لګولې وه. کله کله به هم د ګاونډد کيږديو له نارينه و سره ناست و او له هغو سره به په خبرو لګيا وو. د دوي په خبرو زه ښه نه پوهيدم. هغه وخت زه کوچونئ وم نو تل به د اپوښتنه را سره وه چې دوي ولي له يو بل سره په دومره جګ آواز خبري کوي، په داسي حال کې چې دوي پر يوه ليمڅي سره ناست دي. دخبرو زياته برخه به ماته نامفهومه وه او پوهيدل پري را ته ګران وو. کله له چې د دوي کيږدئ ته تلم اوپلار به يې يواځی ناست وو نو زما په ورنيږدي کيدړ سره سم به يې راباندی په جګ آواز عږ وګړ: ـــ ځوانه ستړئ مه شې هر کله راشې: او مابه ژر ورته په ځواب کې وويل: ـــ خير يوسي آکا. اوبيا به مې خدای کول چې له ما سره نورې خبرې ونکړي، ځکه د ده په خبرو ښه نه پوهيدم او حيران به وم چې څه ځواب ورکړم. نو ژر ه مې به دشاتريني اويا دهغي له خويندو ورونو سره په خبرو پيل وکړ. په دي مهال به شاتريني د تبئ توده ډوډئ را ته را وړاندي کړه او ما به په خوشالئ سره هغه واخسته او په خوند خوند به مې وخوړله. شاترينه ساده کوچئ پيغله وه خو خداي داسي ښايست ورکړئ وو چې د نورور کوچيانو په ډله چې زموږ کلی ته هر کالی راتلل، داسي ښايست نه ليدل کيده. تور اوژد کميس به يې چې په ځانګري ګوچياني سليقه جوړ وو په ځان کې وو او ټکرئ به يې په سر کاوه. کله کله به يې چې د اوبو لوښئ په سر کيښود نو ټکري به يې له سره وښوييد او په اوژو به يې پروت، نوبيا به يې تک تور وښتان ښکاره شول، چې په ميده ميده کوڅيو او بدل شوي اودهري کوڅئ انجام به په ښايسـته مرغلرو ډکو مزيو کلک تړل شوي وو. په غاړه کې به يې تل دشنو او سرو مرغلرو څو کتاره اميلونه ځړيدلي وو، چې ټول ټټر به يې هم پري پټ و. د سپين مخ په زمينه کې يې توري غټي سترګي ځانګړي ځلا درلودي.سترګي به يې تل په رانجو تورولي او د وروځو تر مينځ او دزني دپاسه يې څلور څلور شنه خالونه کښل شوي وو، چې دا ښکلا به يې بشپړوله. هغه به تل له نورو جنيکو او ميرمنو سره يو ځاي سهار او مازيګر جومات ته د اوبو پسي تلله. په لاره کې به يې په جګ آواز له خور لندو سره خبري کولي اوله دي بيا په لوړ آواز وخندل. دا به په خبرو او يا په خندا وه نو شاو خواته به يې هيڅکله پام نه و، چې د کلی د ځوانانو سترګي د دي په لور اوښتي او د دي ننداره کوي. د دوي د اوبو وخت به چې شو، نو دکلي ځوانان به ځانونه هرو مرو د جومات شاوخواته ورساوه تر څو د شاتريني ننداره وکړي او ښايي په دي نيت په هم راتلل چې ددي پام ځان خواته واړوي او د دوي د ميني په لومه کې بنده شي. خو شاتريني چيرته د غو ځوانانو ته پام کيده. دا به داسي له خپلو خورلندو سره په خبرو او خنداوو بوخته وه، چې دغو ځوانانوته د دي هډو نظر هم نه اوښته. کله کله چې د شاتريني دوي کيږدئ ته ولاړم اوپلار به يې په کيږدئ کې نه و، نو شاتريني اويا دهغي مور به د ننه کيږدئ ته د ورتلو ست را ته کاوه. په خوشالئ به ورننوتم او په ليمڅي باندي به له دوي سره کيناستم. د دوي سره به په کيسو او خبرو بوخت شوم. مابه شاترينه وپوښتله: ــ تاسو ولي په کيږدئ کې ژوند کوئ او ولي کور نه لرئ؟ او شاتريني به کټ کټ وخندل او بيا شيبه ورسته به يې راته و ويل: موږ کوچيانو ته خدای همدا سرګدانۍ ژوند را په برخه کړئ، ښايي هم دا مو په نصيب کی وو. ـــ ما به بيا تري پوښتنه وکړه: ــ تاسو چې منئ له دي ځايه کډه کوئ نو بيا چيرته ځئ؟ هغي به بيا ځواب راکړ: ـــ ګرمو وطنونو ته ځو. ژمئ چې دلته ساړه شي ګرمو سيمو ته ځو، هلته واوري او يخني نه وي اومالونو ته مو واښه هم پيدا کېږي. زه به په چرت کي شوم اوله ځانه سره به مې سوچ کاوه چې د دوي دغه تګ راتګ څومره سـتونزمن کار دي.او په دي ه بيا شاتريني د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: ـــ هو روکيه زموږ ژوند دلالهاندئ او د سرګردانئ ژوند دئ. نن دلته سبا هلته. يوثابت ځاي نه لرو. هر چيري چې اوبه او واښه وي موږ همالته اړوو. زموږ مالونه بايد واښه ولري. زموږ ژوند په همدي مالونو چليږي. هر کله چې مو کډي باريږي نوموږ په پښو مزل کوو. شپه او ورځ د ښتي اوبيدياوي، غرونه او دريابونه، باد او باران هيڅ يو زموږ د دغه دايمي مزله مخه نشي نيولي. موږ کوچيان په بيد ياکي زيږو او په بيد ياکي مرو. دا کيږدئ مو کور دي او همدا اوښان مو دلاري مله. په دي خبرو به زه لا چرتي شوم. خو شاتريني به بيا کټ کټ وخندل او ماته به يې په ټوکو و ويل: ـــ غواړي چې له موږ سره ولاړ شي؟ له موږ سره به نور وطنونوه وګوري. خو زه دهغي په ټوکو نه پوهيدم او ژر به مې د خپل ښوونځي او سبقونو پلمه وکړه. ما به داسي انګيرله چې داما په رښتيا هم له ځانه سره بيايي، خو شاتريني به بيا په زوره وخندل او په خندا کي به يې وويل: ـــ تاسو ښاريان د دومره اږدو مزلونو وس کله لرئ. تاسي په موټرو او بګيو کې هر چيري ځئ. دپښو مزل ستاسو کار نه دي. شاترينه زموږ کور ته هم راتلله. هغي به تل مستي او اکثره به يې موږ ته شيدي راوړلي. په دي مهال به بيا زما مور او خويندي په حويلئ کې د وني دسيوري لاندي ورسره کيناسـتي او دشيدواو يا مستو د اخيستو په څنګ کې به يې ښه اوږده شيبه کيسي کولي. زه به هم که په کور کې وم نو د دوي خوا کي به کيناستم او د دوي کيسو ته به مې غوږ نيوه. شاترينه به لګيا وه کله به يې خپلي کيسي کولي او کله به يې هم د نورو کوچيانو په باره کې. د دي له کيسو نه پوه شوم چې دا کوږده لري او راتلونک خاوند يې ګلبت نوميږي. هغه خپل کوژدن ته سترګي په لار وه. کوژدن بې مسافر و او په تورو وطنونو کې د کار لپاره تللي وو. د ده په داتګ سره د شاتريني واده هم کيدونکي وه. دې پخپلو کيسو کې دا هم ويلي و چې دا په ماشومتوب کې دګلبت سره کوږده شوي وه. دا لاوړه نجلئ وه چې د دوي د کوژدي خبره پخه شوي وه. هغه اوګلبت پوه نشول چې د دوي پلرونه څنګه دا خبره سره پخه کړه. څنګه ريباري وشوه او څرنګه ددي کوژدي په سر توافق وشوه. خو چې دوي لږ لويان شول نو ايله په دي و پوهيدل چې دا دواړه له يو بل سره کوژده شوي دي. خو دا د تير وخت خبره وه. اوس خبره دا وه چې ګلبت راشي او د دوي واده وشي. يوه ورځ چې زه د شاتريني دوي کيږدئ ته ورغلم نو دا يوازي وه او دننه دکيږدي دغولي په جارو کلولو بوخته وه. ما دي خوا آخوا کتل نو سترګي مې په ټوپک ولګيدي، چه له کتاروزمي سره يو ځاي د صندق څنګ ته تکيه درول شوي و. د ټوپک ليدو وهڅولم چې شاترينه په دي باره کې وپوښتم. هغه لکه د تل په شان کټ کټ په خندا شوه او بيا يې را ته په خندا کې و ويل: ـــ روکيه ستاسر په دي خبرو نه خلاصيږي. موږ دوښمن داره يو او ټوپک دځان دساتلو لپاره ګرځوو. ماته دا خبره عجيبه غوندي ښکاره شوه. فکر مي کاوه چې دوي به له چا سره او په څه دوښمني لري. دوي خو يوه کيږدئ لري اويو دوه اوښان، نو د دوي دوښمني به په څه وي. نو ما دا وپوښـتله: ـــ شاتريني تاسي له چا سره دوشمني لري؟ دي په خپل کار ځان بوخته کړه او داسي يې ښکاره کړله چې هډو زما پوښتنه يې نده اوريدلي. وروسته چي ما هر واري په دي باب هغه پوښتنه نوي دي به د ځواب له راکولو نه ځان په ډډه کړ. آخر پوه شوم چې دا نه غواږي په دي باره کې څه ووايي، نو بيا ما هم له اصرار نه لاس واخيست او دامې نور په دې هکله ونه پوښتله. بل کال ته چې د شاتريني دوي کډي راغلي نو دا د دوي د راتلو وروستي کال و. له هغي وروسته بيا نه د دوي کډي راغلي او نه بيا ما شاتريني وليده. دا هماغه کال و چې د شاتريني واده وشو. کله چې د شاتريني دوي کډه راغله نو لږ وخت وروسته پوه شوم چې د شاتريني واده کيدنکي دي. د دي د واده خبره ډير ژر په کلي کې خپره شوه. موږ هلکان تر هر چا د مخه خبر شوو او هر يو بيا دا خبر خپلې کورنئ ته هم رسولي وه. زه به لکه د تير په شان د شاتريني دوي کيږدئ ته ورتلم. خو له شاتريني سره د خبره موقع به ماته نه پيدا کيده. دا لکه د نورو کلونو په شـان نه وه اوله ما ســره د خبرو هغه پخواني عادت يې بيخي بدل شوي وو. نو ما به بيا د دي له نورو وروڼو او يا خويندو سره خبري يا لوبي کولي. زه د شاتريني د دي بدلون په دليل پوه نه شوم خو دومره پوه شوي وم چې ګلبت له لري وطنونو نه راســتون شوي او دوي دواړه په بندوبســت مشغول وو. نه پوهيژم چې وي د شاتريني د واده دخبري په اوريو سره مې زړه درز ولويد او انديښــنه راته پيدا شوه. زه هغه وخت لا د دومره عمر خاوند نه وم چې د شاتريني په نسبت ماته دميني احساس پيدا شوي وي. خو دا انديښني هغه احساس ماته هغه وخت عجيبه غوندي ښکاريده. ښايي دليل به يې دا وو چې بيا به زه شاترينه لکه د پخوا په شان ونه وينم. په هر حال دغه وروستي کال وو چې ما شاترينه ليدله، بيا نه د دوي کډه زموږ کلی ته راغله او نه ما بيا هغه وليده. موږ د کلی هلکانو کله هم د کوچيانو واده نه وليدلي. نو په دي نه پوهيدم چې د دوي واده څرنګه وي. د شاتريني دوي کږدئ ته د تګ په وجه پوه شوم چې دوي ټول د واده لپاره تيارئ نيسي. مابه دا ټول خبري خپلو ملګرو ته کولي او هغوي به مې خبرول. او کله چې ګلبت هم له مسافرت نه راستون شو نود دې نه مې هم خپل ملګري خبر کړل. ********* د شاتريني پلار د خپلو ميلمانولپاره زموږ د لوبو ميدان جوړ کړ. سپين ژيرو او مخورو ته يې بر سر ليمڅي څنګ په څنګ وغوړول او نور يې بيا پوزي راوړل. زموږ دکلی مخورو ته يې هم بلنه ورکړي وه. هغوي هم چې راغلل نو په ليمڅيو باندي کيناستل. د سترګو په رپ کې ځايونه ډک شول، ميلمانه او کوربانه په ګډه سره کيناستل. لږ ها خواته ويالي ته ورڅيرمه کټوته کيښودل شول او بيا يې دپاسه پوزي وغوړول. نغري جوړ شول او اور پکي ولګول شو، بيا چې اور ښه تازه شو، نو د اوبو غټ عټ ديګي پري کيښوول شول. د ميلمنو مخي ته لږ هاخوا ځوانان چې د اتڼ لپاره بلوسيدل، نو د دو وتنو ډو لچيانو شاو خواته ورټول شوي وو او د اتڼ لپاره يې تياري نيوله. هر څوک په يو کار اخته و. چا مخورو ميلمنو ته چايي راوړي، څوک دنغري شاوخواته ورټول و او د واده د ډوډۍ په تيارولو کې يې مرسته کوله. څوک د چښلو لپاره، په کوزړيو کې او به په لاس، دي خوا آخوا د ميلمنو په مينځ کې ګرځيدل. موږ دکلی هلکان ته چا بلنه نه وه راکړي، خو موږ د سيل لپاره کله د ميلمنو خواته کله د نغرو خواته او کله هم د کيږديو خواته په مڼدو کې وو او غوښتل مو چې هر څه ووينو. په دي کې درز شو او ډولچيانو د ډولونو په غږولو پيل وکړ او له دي سره سم ځوانانو چې ځانونه يې د اتڼ لپاره تيار کړي وو د ډولچيانو په شاوخوا کې د اتڼ په نيت په خوځيدو شول. اتڼچيانو خپلي لنګئ له سره لري کړي وي او ويښته يې ښه غوړ کړي و. د ډول په ټاکلي غږ به دوي هم واوړيدل او را واوړيدل اوله دي سره سم يي خپل ويښته هم دسر په ښورولو سره دي خوا آخوا اچول. د ډولونو درزا شيبه په شيبه زياتيده او ورسره اتڼچيان هم ګرميدل او په ريتميکو حرکاتو په يې کله يوه پښه او بيا کله بله پښه واړوله سرونه به يې وخوزول او تاو راتاو به شول. د دوي په دي حرکاتو به نور هم وهڅيدل او هريو نندارچي به اتڼ چيانو ته شابسئ او مرحبا ويلي اواتڼ به لا نور هم مست شو. ګرمي وه او په ځوانانو خولي ور ماتې وي، خو اتڼ به ښه په مزو روان وو. موږ د کلې هلکانو ته د اتڼ ننداره ډيره په زړه پوري وه. دکلی ميرمنو او پيغلو د بامونو له سره د دي تماشي ننداره کوله. دننه په کيږديو کې هم د ميرمنو او پيغلو ځانته اوبدلو ننداره جوړه وه. کله کله به ډولچيانو او اتڼچياننو دمه وکړه او د سيوري لاندي به کيناستل. غرمه شوه، ډوډئ تياره شوه، غږ وشو چې ټول دي ډوډئ ته کښنيني. ميلمانه کښناستل او کوربانه د ډوډوي په راوړلو اود ميلمنو په پاللو پيل وکړ. ميلمنو ډوډئ خوړله اويو شمير ځوانانو د اوبو جامونه او لوښي په لاس ولاړ و او هر چاته به يې اوبه ورکولي او چې دچا به ډوډئ کمه شوه نوغږ به يې وکړ چې نوره راوړي. له ډوډئ وروسته ځني ميلمانه خواره شول اوچې څوک پاتي شول نوبيا يي له يو بل سره په خبرو پيل وکړ. ډولچيانو او اتڼچيانو هم وار په وار پاڅيدل او د اتڼ سلسله به بيا پيل شوه او د ډولونو درزا غږ به په ټول کلې کې انګازه وکړه او آن له کلې نه بهر ته هم دهغو غږ رسيده. ******** ښه ښايسته وخت بيا په اتڼ اونڅاوو تير شو. ښځو هم دننه په کيږديوکې ښه په بدلو او نڅاوو کولو ځانونه ستړي کړل. ماسپښين ناوخته وه چې غږ شو چې ورا راځې. ورا د زوم له کيږدئ نه چې ګلبت و د شاتريني دوي د کيږدئ په لور روانيده. دګلبت دوي کيږدئ ته نږدي نارينه اوميرمني ورټولي شوي. يو تن ديو سپين آس جلب په لاس کې نيولي و او د کيږدئ مخي ته ولاړ و. آس ښه په څوڼديو او پوليو ښکلي کړي شوي وو او د زين د پاسه پري يوه ښکلي بخملي توشکه اچول شوي وه. ګلبت چې سپين کالي يې اغوستلي و او ښه شکلي واسکت يي هم د پاسه اغوستي و، ښه ځواني درلوده. سترګي يې په رانجو توري کړي وي اوتوره لونګئ يې چې شلمه يې جګه دريدلي وه په سر وه اونوي توري څپلي يېي په پښو کې وي. کله چې د ورا آس ده ته نژدي را وستل شو، نو ده د آس جلب پ لاس کې ونيو او په پو چټک حرکت سره يې پښه واوړله او څک پر آس کيناسـت. آس روان شو او ورپسي دښځو او پيغلو ډله رواني شوي. دځينو په لاسونو کې چمبه وه او هغه يې غږوله او څو تنو نورو سـندره بلله. دوي چې به شيبه غلي شولي، نو بيا د نارينه وو په ډله کې اتڼ پيل شو. ځوانانو د ډولونو له درزا سره سم خپلي څني ښورولي او هر وار به ښئ يا کيڼي خواته اوښتل او را اووښتل. له اتڼ سره به ورا په ورا کومه سندره هم بلله کيده، چې ځاي ځاي به نورو اتڼچيانو ورسره غبرګه کړه اود ډول له درزا سره به يې يو ځاي دکلې په فضا کې انګازه خپره کړه. ورا ورو ورو دشاتريني دوي د کيږدئ په لور نږدي کيده اوله دي سره سم د چمبو غږ او بيا د ډولونو درزولو غږ نور هم جګيده. وراښه په خرپ اود ځوانانو په مستئ کې دشاترينو دوي کيږدئ ته ور نږدې کيدله. دګلبت آس کيږدئ ته نږدي ودريد او دهغه په دريدو سره د ورا خلک هم و دريدل، ډولونه يوه شيبه غلي شول او يوازې د ميرمنو غږ اوريدل کيده چې په سندرو سندرو کې په کيږدئ ورننوتلې. څه شيبه نور هم د دوي سندرو دوام درلود نو بيا وروسته غږ شو چې ناوي راوزي. ******** ما شاترينه له دوه ورځو را هيسي بيانه وه ليدل. يعني له هغي ورځي چې د واده بندو بست پيل شوي و بيا نوما هغه ونه ليدله. نور په ابو پسي هم نه تله او کيږدئ ته هم چې ورتلم نو دا به مي نه ليدله. نو نشم ويلي چې دا به د واده په ورځ څومره ښکلي شوي وه او څرنګه سينګار به يې کړي و، خو په تصور کې مي دا د ناوي کاليو کې ځانته انځوروله. په هغه شيبه کې هم چې غږ شو چې ناوي را ووزي، په همدي چرت کې ډوب وم چې کتل مي ناوي د ګلبت په خوا کې ورو ورو د آس په لور ده. لړي شين پړوني پري خورور او مخ يې نه ښکاريده. آس ته چې ورسيدل، يو تن د آس رکاب ته نژدي په ګونډه شو او شايي ټيټه کړه چې ناوي د هغه پر شا پښه کيږدي اوپر آس سپره شي. ګلبت هم شاترينه له مټ نه نيولي وه او مرسته يې کوله چې پښه پر آس وړاوي. ميرمنو چمبه وهله او پيغلو دنڅا په حال کې خپلو سندرو ته زور ورکږي و. آس لا ولاړ وو او جلب يې اوس د ګلبت په لاس کې و. د پيغلو ډله لويه شوه او په يوه لويه دايره کې يې د ورا آس چارپير کړ. چمبه غږيدله او دړي په همدي دايري کې تاويدي را تاويدي او سندري يې بللي. څه شيبه ورسته دوي غلي شوي بيا ورا د ځوانانو شو. ډولچيانو د ډولونو په درزولو پيل وکړ او اتڼچيان تر هغو چارپيره شول. اتڼ پيل شو او ورو ورو مستيده. ډولونه هماغسي په زور زورکې درزيدل اوځوانان تر ور تاو وو او څڼي يې په شدت ښوريدلي. کله ښۍ خواته او کله کيڼي خواته اوښتل او را اوښتل. د لمر وړانګو کې به د دوي څڼي چې ښه غړې شوي وو، ځليدل. د ډولونو غږ اود اتڼچياتو تاويدل را تاويدل شيبه په شيبه زياتيده. آس لا ولاړ و. ورته لا د حرکت اجازه نه وه شوي. اتڼ په خوند اوګرمۍ کې دخپل جوش او خروش اوج ته رسيدلي و. د ناوي کورنۍ او له ورا سره راغلي ميلمانه ښه په خوشالئ کې دمست اتڼ ننداره کوله. دکلې ميرمني او پيغلي هم د بامونو له سره د دي خوشاله ډلي او د ناوي او زوم ننداري ته ولاړي وي. نور کليوال هم له لري نه د ورا سيل ته دريدلي وو. ډولونه درزيدل اوځوانان اوړيدل را اوړيدل. دکلې فضا د دغه مست اتڼ او د ډولونو د درزا په وجه لا ګرميدله. په ټول کلې کې له هر چا نه خپل کار پاتي و او خامخا د ورا دغي مستۍ ته يې په حيرانتيا او خوند خوند کتل. لاروي چې له دي ځايه تيريدل نوهغوي هم دريدل اود ورا سيل يې کاوه. لا اتڼ په هماغه ګرمۍ سره دوام درلود او ډولچيانو هم په هيجان سره ډولونه درزول، چې په دې کې يوټک وشواو چا آخ وويلي. د آس له خوا نه ګلبت پر ځمکه پريوت. او د ښځو چغه پورته شوه، ډولونه غلي شول او اتڼچيان ځاي په ځاي ودريدل. غږ شو چې زوم ويشتل شوي دي. هر چا د آس خواته منډه کړه. هيڅوک پوه نه شول چې ناوي چا له آس نه بيرته را ښکته کړه. ګلبت په سينه لګيدلي و. چا يې سر پخپل زنګون ايښي و، ويني تر بهيدي. دګلبت مور او خويندو ځانونه وهل اوپه چغو سر سوي وي. نارينه وو دي خوا آخوا منډي وهلي او نه پوهيدل چې څه وکړي. موږ دکوڅي څو هلکان هک پک پاتي وو، چې دا څه چل وشو. د واده خوشالي او د ورا هغه هيجاني ننداره چې د ځوانانو په مسـت اتڼ خپل اوج ته رسيدلي وه په يوه رپ کې په وير بدل شول. ګلبت په سپينو جامو کې په وينو کې ليت پيت شو او ناوي؟ شاترينه؟ دي په دغو شيبو کې څه حال درلود؟ د دي بيان به څوک نشي کولی او زه خويې په يقين سره نشم کولی. هغه نوره بيا ما ونه ليدله. دوي نور بيا هيڅکله زموږ کلې ته رانغلل. د دغي پيښي نه پوليس خبر شو او زموږ کلې ته راغلل اوله هر چا نه يې پوښتنه وکړه چې که چا قاتل ليدلي وي، نو دوي ته يې په نښه کړي، خو په هغو هيجانی شيبو کې چې ټولو و اتڼ ننداره کوله او د ورا بدرګه يې کوله چيرته چاته پام و چې څوک څه کوي. خلک ټول خواره شول او د کلې خلک خو بيا د وخته کورونو ته تللي وو. بس کوچيان پاتي شول او د دوی مړي او ماتم. يو دا وير چې زوم د واده په ورځ په ګولي وويشتل شو او بل دا ماتم چې شاتريني د واده په ورځ په ځوانه ځوانۍ کې کونډه شوه. اما ته له شاتريني سر د دوي په کيږدئ کې د وسلي او دوښمن داري په باب خبري را په ياد شوي. او ايله پوه شوم چې دوي ولي وسله ساتله. دهمدغو سوچونو سره سره مې د شاتريني هغه خبره هم را ياده شوه چې ما ته به يې ويل: ْ موږ په بيديا کې زيږو او په بيدياکې مرو. دا کيږدئ مو کور دي او همدا اوښان مو دلاري مله . ْ اوما بيا له ځانه سره دا وويل چې دا دي دکوچيانو ژوند او دا دي د کوچيو پيغلو برخليک ں. د 2004 کال د دسامبر شلمه
|
فـهرسـت مقالات این شماره
داکتر اکرم عثمان
ــ
پيام: همدلی و همبسـتگی ــ آغاز سومين سال از حيات نشراتی» نی « غلام حسن آرام ارُزگانی ــ نواي غريب ــ دو فرزانهء همروزگار دو بینش ناهـنگون واصف باختری ــ رجال و رویداد های تاریخی افغانسـتان ( احمد شـاه و تیمور شاه ـ حاجی جمال و پاینده خان ) احمد علی کـهـزاد ــ ورا ( لنده کیسـه ) لیکونکی: نجیت سـرغـندوی ــ تصمیم ها دریک جای دیگر گرفـته می شـود ــ بخوان، بخوان، دوباره بخوان ( معـرفی کتاب) کتاب شـیون کابلی نوشته: م. خرمی ــ بیایید شـطرنج بیاموزیم محمد اسـمعیل جمشـیدی
|
||||