شماره دوم سال سوم دوشـنبه 10 حوت 1383 / 28 فبروری 2005

 

 

 

 

 

 

 

 

 

   

ويښ ځلميان،

پښـتو ژبه او ادب

 نجيب سـرغندوی

 دشلمی پيړی په څلويښتمه لسيزه چې نړيواله دويمه جګره دختميدو په درشل کې وه، د افغانسـتان په سياسي ډګر کې يو لړ بدلونوته را مينځته شول چې پر ټولی باندی دهغو اغيزی روښانه او څرګندې وې. دغه بدلونونه له هغه وخت نه پيل شول چې د هاشم خان د حکومت د ديارلسو کلونو اسـتبداد او اختناق خپل ځای د شاه محمود خان نسبتاً معتدل حکومت ته پريښود. د ده د حکومت په دوران کې يو شمير مثبت دموکراتيک بدلونونه را مينځ ته شول، لکه د سياسي ګوندونو او سازمانونو جوړيدل، دبيان او مطبوعاتو نسبی آزادي، د يو شمير سياسي زندانو له بند نه خلاصيدل، د دی په څنګ کې د يو شمير مترقي اصلاحاتو او ريفورمونو اعلان، چې د ښونې او روزنې، روغتيا او نورو ټولنيزو اړخونو سـره يې ټړون درلود، د ټولی په رګونو کې نوی وينه وچلوله او هغی ته يې نوی خوځښت او تحرک ورکړ.

مرحوم علامه غبار د " افغانستان د تاريخ په اوږدو کې " د کتاب په دويم ټوک کې په دی باب داسی نتيچه ګيری کوی چې : " هغه بدلونو چې له نړی والی دويمی جګړی وروسته په نړی کې مينځ ته راغلل لکه د استمعاري ځواکونو کمزوری کيدل، د آزادي بخښونکو غورځنګونو برياوی، دسوسياليستي ځواکمنو هيوادونو رامينځه کيدل، د انقلابي دموکراتيکو او آزادی غوښتونکو مبارزو جټکتيا او پراختيا دا ټول پر ختيځی نړۍ او په دی لړکی پر افغانستان باندی خپلې اغيزې وښندلې ... په دغسی حالاتو کې و چې د افغانستان دولت هم د نړيوال سياست له نظره او هم د ننه د هيواد د اقتصادی او سياسي اوضاعو له پلوه، دی ته اړ شو چې د هيواد په سياسي اډانې او پخپل مخکينی پروګرام باندی نوی کتنه وکړي."

د دغو اړتياوو او ضرورتونو پر بنياد وو چې د هغه وخت په حکومت کې بدلون راغی. په دی مانا چې د سـردار هاشم خان د زور زياتی، فشار او اختناق پرځای دهغه ورور شاه محمود خان ته د حکومت چارې وسپارل شوی چې د روان فشار او اسـتبداد شدت لږ څه کمزوری کړی او نرم شانته چال چلند غوره کړی. نوي صدراعظم د خپل ماموريت په پيل سره يو لړ اصلاحی پروګرامونه چې غټ ټکی يې وړاندی ونومول شول اعلان کړل. البته د دغو نيمګړو او سطحی اصلاحاتو موخه د خلکو د قهر او غوصی د مخی بندول او تر کنترول لاندې د حالاتو ساتل وو. واکمنو کړيو غوښتل د دی ريفورمونو په وسـيله داسې وښيي چې دولت او حکومت پخپله د ټولنيزو ناخوالو د درمنی اراده او نيت لری.

دهـمدغو نويو شرايطو او امکاناتو په رڼا کې د ټولنی سياسي کړيو او روښان انو ځواکونو ته دا موقع په لاس ورغي چې د افغان زوريدلی ولس آواز اوچت کړي او د هغوی د آرمانونو او غوښتنو د تحقق د شرايطو د برابرو لپاره په علنی مبارزې لاس پورې کړي. په همدې وجه يو شمير سياسي سازمانونه مينځ ته لاغلل او د ټولني د سياست په ډګر کې د سياسي مبارزې فعال او خوځنده عناصر را وټوکيدل.

ويښ ځلميان د دموکراسۍ د دغی لنډې تجربې لومړنی سياسي سازمان دی چې د حکومت د اعلان شويو دموکراتيکو آزاديو نه په ګټی اخستو سره مينځ ته راغی. دغه سياسي سازمان د هيواد د يو شـمير تکړه او فعالو روښان اندو سياستمدارانو لکه ګل پاچا الفت، عبدالروف بينوا، نورمحمد تره کی، فيض محمد انګار، غلام حسين صافی، محمد رسول پښتون، قاضی بهرام خان، شکور رشاد او نورو په زيار او همت فعال شو. د ويښ ځلميانو د سازمان هـدفونه ډير ساده او روښانه وو : دمعارف پراختيا، د ظلم او خيانت سره مقابله، د حق او حقانيت سره مرسته، د ملی يووالی را مينځته کول ... او دهمدغو هدفونو د تحقق لپاره، دغه سازمان خپلې مبارزې پيل کړی او ډير ژر يې زيات شمير هيوادوال دغه سازمان ته د غړيتوب لپاره وهڅول. مرحوم روهی دا خبره په ګوته کوي چې د ويښ ځلميانو په مرامنامه کې  د پښتو ژبی ته د ترقي ورکولو په باب هم يوه فقره موجوده وه. له دې خبرې نه جوتيږي چې د وښ ځلميانو بنسټ ايښودونکو ته د سياسي ټولنيزی مبارزې په څنګ کې د پښتو ژبی، ادب او فرهنګ ته د ودی ورکولو ضرورت هم مطرح وو او هغه ته يې دومره د اهميت په سترګه کتل چې د خپلو مبارزاتی اهدافو په جمله کې هم ځای ورکړی وو.

که د همدې دورې په اوږدو کې چې ويښ ځلميان دهيواد د سياست په ډګر کې د يو متشکل سازمان په توګه را ښکاره شو، د پښتو ژبی آثار، ليکنی او خپرونی دکتلی شي نو هرو مرو د دغه غورځنګ اغيزې پکې ليدلی کيږي. حققت دا دی چې د پښتو ژبی او ادبياتو، په دغه دوره کې ډيره وده وکړه او شتمن شول.

مرحوم صديق روهی پخپل " د پښتو ادبياتو تاريخ" نومي کتاب کې د پښتو معاصر ادب په تاريخي لحاظ په دورو ويشی او داسی نظر لری چې د سراج الاخبار په دويم ځل خپريدو سره ( 1911 ع ) د پښتو معاصر ادب بنسټ کيښودل شو چې هغه د روښانتيا، ويښتيا او اوښتون پړاوونو په نامه يادوي او دا هم زياتوي چې د پښتو معاصر ادب کې د 1365 هـ ش کال را په دی خوا د نوی بدلون نښی څرګندې شوې.

د مرحوم روهی د دغه ويش په اساس، د ويښ ځلميانو دوره، د پښتو ادب په تاريخي لحاظ د ويښتيا له دورې سره برابر دی. په دې دوره کې د پښتو ژبی او ادب کې ښکاره او روښانه بدلون هم د فورم له پلوه او هم د محتوا له نظره رامينځه شو. په دې دوره کې د پښتو ژبی ډير ښکلی او په زړه پورې آثار وليکل شول. په شعر کې نوی مفاهيم ځای کړی شول چې د شاعرانو د فکر خط و ذهنی نوی درک انعکاس پکې ليدل کيږي. ادبی ټوټی، لنډی کيسی، ډرامې او ادبی څيړنی په دې ټولو برخو کې د مرحوم بينوا په قول " يو غلی شانته انقلاب " را مينځته شو چې موخه يې " د زمانی د رنګ بدلول" وو او لکه څنګه چې روهی صاحب نومولی په حق چې د ويښتيا پړاو ورته ويلی شو. نوموړی ليکی : " د ظاهر شاه د سلطنت په دوهمه لسيزه کې پښتو ادب له يوې خوا د پښتو ژبی د تعميم او پياوړتيا جريان سره او له بلی خوا په هيواد کې د دموکراسي او ريفورم غوښتنی له نهضت سره په ملګرتيا کې ډير ژر نوی پړاو ته داخل شو چې موږ يې د ويښتيا پړار بولو." هغه وايي چې " د ويښتيا پړاو تر زياتی اندازی د ويښ ځلميانو له سياسي غورځنګ سره اړه لری. د پښتو ژبی تقريباً ټول نامتو ليکوال او شاعران د ويښ ځلميانو په سياسي سازمان کې شامل وو او له همدې امله د ويښتيا د دوری اکثر شعرونه او ليکنی ټولنيز ـ سياسي رنګ لری. "

لکه مخکی هم چې وويل شول په دغه دوره کې د پښتو ژبی په ډګر کې د شاعرانو، ليکوالو او ادب پوهانو له خوا ډير بډای آثارو کې دوه موخی نغښتی ليدلی کيږی. يو دا چې د پښتو ژبی او ادب بشپړتيا او ودې ته پام ګرځول شوی اوبل داچې د ټولنی بيلابيل پرابلمونه لکه ټولنيز اواقتصادي سـتونزی، بی عدالتي، ظلم او احجاف پکې بربنډ شوی او همدا رنګه د واکمنو کړيو، دولتي واکدارانو او نورو د زور خاوندانو تيروتنی او د خلکو په وړاندې د هغوی ناسم چلند بربنډ او رسوا شوی دی. په بل عبارت بايد ووايو چې د دغی دوری آثار انتقادي او اصلاحی محتوا لرونکی دی او انتقادي رياليزم پکې له ورايه ليدل کيږي. په دې توګه ويلی شو چې د ويښتيا د پړاو اساسي مشخصه ادبی او ټولنيې رياليزم دی چې تقريباً د دغه وخت د ټولو ليکوالو او شاعرانو په آثارو کې يې انعکاس موندلی دی. يعنی داچې " د اداري فساد. بيروکراتيزم، اختناق، ارتجاع، ظلم او اسـتثمار پر ضد مبارزه " او د ټولنی د ناسمو او ناوړو عاداتو، رواجونو او سمی لارې ته د خلکو د بلنی او ارشاد موضوعات، د ادبی رياليزم اساسي محتوا جوړوي.

د بيلګی په توګه د مرحوم بينوا د شعر يوه برخه دلته را نقلوو چې د نوی بدلونونو زيری خلکو ته ورکوي او هغوی دغو بدلونونو سره د ملګرتيا لپاره رابولی:

نسيم ووې دګل غوږکې، بدل شو د زمانی رنګ

غلی شانته انقلاب دی، بدلوی دزمانی رنګ

نوی ساز نوی آواز دی، هم شونوی دنغمی رنګ

غلی شانته انقلاب دی، بدلوی د زمانی رنګ

نوی دام نوی صياد دی

نوی چل نوی بيداد دی

نوی آه  نوی فرياد دی

هوشياری صيد لره بويه، بدل شوی د دانی رنګ

غلی شانته انقلاب دی، بدلوی د زمانی رنګ

او يا داچې استاد الفت د ټولنی نيمګړتيا ته داسی ګوته نيسی:

زه يې په ليدلو اوويلو ګناهکار شومه

نور يې په کولو او عمل باندې ښاغلی دي

نه يمه خاين په خيانت د نورو پوه يمه

پوهه که ګناه وی خلک ټول اوس پوهيدلی دي

د مرحوم روهي په قول " د دغی دورې په ادبياتو کې د پښتو او بلوڅو د ملي آزادي غوشتونکی نهضت، د ښځو دموکراتيکو حقوقو، ټولنيزو سياسي ريفورمونو، د اقتصادي حالت ښه والی دپاره مبارزه د يادونی وړ ده. د ويښتيا دوری په ادبياتوتې کله کله د سوسياليستي رياليزم بيلګی هم ليدل کيږی خو د دغه وخت مسلط ادبی ميتود انتقادی رياليزم دی چې د شعر، لنډو کيسو، ادبی ټوټو، ډرامو، طنز او ادبی مقالو په بيلابيلو ژانرونو کې يې ځان ښودلی دی." پورتنی مثالونه او همدا رنګه د دغه ځنګ د برجسته لارويانو شعری او ادبی آثار او ليکنی د همدی ادعا ښه ثبوت بلل کيدلی شي.

د ويښ ځلميانو د سازمان د سياسي او ټولنيزو مبارزو تر اغيزی لاندې که دهيواد په درد زوريدلو ځوانانود دغه سازمان په شاو خوا د راټوليدو اود مبارزې د پرمخ بيولو لپاره الهام واخيسـت او عملاً د سياسي فعاليتونو ډګر ته يې ور ودانګل، نو دغه غورځنګ د ادبی پوهی او زده کړی مناسبه مدرسه هم بلل کيدای شي. په دې دوران کې دپښتو ژبی او ادبياتو په ډګر کې ډير نوی ګلان را وټوکيدل او زيات شمير استعداد او قريحی لرونکو ځوانانو قلم نه پورته کړل او په زړه پورې آثار يې وليکل. ويښ ځلميانو په مطبوعاتی او نشراتی برخو کې هم هڅی درلودلی هم يې ځان ته خپرونکی ارګانونه ( د انګار او اولس په نامه خپرونی) درلودل او هم يې په حکومتی مطبوعاتو او خپرونو کې برخه اخسته او خپل پيام به يې له دې لارې خلکو ته رسـاوه. همدا رنګه دوی پخپله مستقل کتابونه هم چاپول چې د ويښ ځلميانو د مفکورو او هدفونو انعکاس به پکی موجود وو. په دې توګه ويلي شو چې د ويښ ځلميانو د مشرانو او فعالانو دغه نوښتګر اقدام ډير په زړه پورې دی چې دوي دغورځنګ دپياوړتيا په خاطر او له خلکو سره د خپل دوامداره تماس د ساتلو په موخه د ادبياتو ډګر اومطبوعاتی ذرايع وکارول او له هغو نه يې ډيره ګټه واخيسته او په ضمن کې په دغو ډګرونو کې د دوی هڅو او هلوځلو پخپله د ژبی او ادبياتو له ودې او بشپړتيا سره زياته مرسته وکړه اوپه تيره بيا دپښتو ژبی ته يې بډايتوب وباخښه او هغه يې دخپلی بشپړتيا يي پړاوونو نويو پوړيو ته اوچت کړ. د استادالفت ادبی نثرونه، انتقادی او اصلاحی شعرونه ادبی طنزونه او څيړنی، د استاد بينوا شعرونه، هنری نثر او ادبی ټوټی او څيړنی. دعلامه حبيبي تاريخی ليکنی، شعرونه او ډرامې، د نورمحمد تره کی لنډې کيسی، د سعدالدين شپون شعرونه او هنري نثرونه، دشکور رشاد ادبی او تاريخي څيرنی او داسيی نور دا ټول هريو دپښتو ژبی او ادبياتو په ډګر کې ځانته ځانګړی ځای لری او د پښتو ادب په تاريخ کې خاص فصلونه جوړوي.

لنډه داچې د ويښتيا پړاو په ادبی ساحه کې پښتو ژبی ته د بشپړتيا زمينه برابره کړه او هغی ته يې نوی محتوا او رنګ ورکړ. د ويښ ځلميانو غورځنګ په باب په حق ويلی شو چې د دې غورځنګ د شته والی، فعاليت او مبارزی په کلونو کې د پښتو ادبياتو لپاره ډير خدمت وشو.

بايد وويل شی چې د دغه غورځنګ د فعاليت دوره ډيره اوږده نه وه، ځکه د وخت واکمنان ډير ژر متوجه شول چې دغه غورځنګ اود دې تر څنګه نور سياسي او ټولنيزې کړۍ که هم په سازمانی لحاظ له يو بل جلا وو خو د واکمنو طبقاتو د ظلمونو او احجاف په وړاندې يې اوږه به اوږه مقابله کوله د لاری له سره لری کړی او هغه وڅپي. مرحوم غبار په دې باب داسی ليکی:

" کله چې انتخابی شورا جوړه شوه، سياسي ګوندونه ايجاد شو او ګوندی خپرونی خپرې شوی، د هغو نتيجی اولاس ته راوړنی هغه څه نه وو چې حکومت يې انتظار درلود. ځکه دغه سياسي بهيرونه د تشکيلاتی تنوع او سازمانی تعدد سره سره په عمل کې د يوې واحدی جبهی په توګه د حکومت په وړاندی دريدل او ديو دموکراتيک رژيم د رامينځته کولو، آزادي د پراختيا او د برابرو حقوقو په لاره کې يې مبارزه کوله. له همدی امله وو چې حکومت د دغه غورځنګ مخه بنده کړه او هغه يې وټکاوه او يو ځل بيائی سياسي اختناق د اوږدو کلونو لپاره بيرته را ژوندی کړ." پر مطبوعاتو بنديزونه ولګول شول، ليکني سانسور کيدلی او نور چا اجازه نه درلوده چې پخپلو ليکنو کې د حکومت نيمګړتياوو او تير وتنو ته ګوته ونيسي. آزادي خپرونی بندی شوی اوزيات شمير سياسي او وطنپالی شخصيتونه زندانونو ته واچول شول. د دې په خلاف حکومت يو شمير هغو ليکوالو او شاعرانو ته موقع ورکوله چې د واکمنو طبقو د ظلمو نو او اسـتبدادی چلند د رسوا کولو په ځای دهغو مدح او صفت وکړی، يعنی قلم يو ځل بيا د ظلم او اسـتبداد، بی عدالتيو او نورو ناخوالو په خدمت کې واقع شو چې د همدغو ناخوالو د عاملينو پرکړو وړو پرته واچوی او له حقايقو نه د خلکو پام واړوي.خو هغه څه چې د دغه ځنګ څخه پر ځای پاتی شول، سياسي مبارزی بډايه عنعنه او دود او ادب او ژبی په پراخه اوارته سينه کې د ادبی او هنری تل پاتی بډای آثار لکه ليکنی، مقالی څيړنی، شعرونه، ډرامی او ادبی نثرونه چې د رسالو او کتابونو په بڼه د پښتو ژبی د شتمنې زيرمې په توګه راتلونکو نسلونو ته د ارزښتناک ميراث په توګه پرځای پاتی شوی دی.       

                               پای

 

 

 

 

 

فهرست مطالب این شماره

 

د ښځود پيوستون نړيواله ورځ تاريخچه
د ښځو د پيوستون دنړيوالي ورځې تاريخچې ته لنډه کتنه

ويښ ځلميان،پښـتو ژبه او ادب

چالش های موجود در برابر
 دولت افغانسـتان

دو فرزانهء هم روزگار دو بینش نا همگون
 

رجال و رویداد های تاریخی افغانستان
زمانشاه و مفکورهء پيشروی در هند
 

حافظ، لسـان الغیب

کاروان شـعـر و ادب

 

خسـته تلخک ( داسـتان کوتاه )

 

معـرفی کتاب:
چه ها که نوشـتیم 
 

قصه یی از تاریخ بند امیر

 

آموزش شـطرنج
 

صفحه جوانان