و وې قوماندان: مجاهدينو ته و
ګورئ!
روی د پاک رسول، د مدينې مولاته
وګورئ
کفر وطن لاندې کړ، ليږ دې بلا ته
وګورئ
باب ولسمشري شوه، دې ساري و با
ته وګورئ
ماته رأيه راکړئ که له کفره
خلاصيده غواړئ
نورله ما نه څه غواړئ؟
سم سو تره ځان پوه کړئ د غازيانو
زه کانديد يمه
بر د جګـــــړه مارو پاټکيانو زه
کانديد يمه
لر د < آۍ اس آ ی> د پنجابيانو
زه کانديد يمه
بل د ځان وژونکو عرباتو زه
کانديد يمه
ما ته رأيه راکړئ که د دين لپاره
ښه غواړئ
نور له ما نه څه غواړئ؟
زه ستاسي د سيمې قمندان، د تاسي
پلاريمه
زه دير غلګرو جهاديانو يو سردار
يمه
زه د سـخت دريځو مشــرانو افتخار
يمه
ما ته را تسليم شئ، زه رښتينی
ټوپکمار يمه
و وايې بدمخو نور زما په شان کې
څه غواړئ
چېرې تر ماښه غواړئ؟
موږ په پارلمان کې
يوه تګ لاره جهادی غواړو
موږه د اپينو د
کرلو آزادی غواړو
موږ د جګړه مارو
ټوپکيانو آبادي غواړو
موږ د ملګرو ملتونو بر بادي غواړو
نور په دې مرام کې
تر دې پورته څه خواږه غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
زه چې قمندان يم هم
حاجی، حاجی وکيل به شـم
نوم مې خلل خان دی،
نوم به واړوم خليل به شـم
کله چې وکيل شم، که
خرګوټي يمه پيل به شـم
اوس که تش کدويم.
مرچکی او زنچپيل به شم
سره پونډ به درکمه،
که تاسي له ما سره غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
زه که رأيه يوسم
جمهوري په جمهوري وهم
واک به زما خپل وي
خو نارې به د وروري وهم
ساز به پخوانی وي
خو نغمه به يې عصري وهم
پټه غلا به پريږدم
خزانه به حضوري وهم
تاسي چې زما د
دبدبې پراخيده غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
زه که رأيه يوسمه،
جهاد به رويکار کمه
بېا به تاسي ګرده
خاوندان د اقتدار کمه
بېرته به رواج د
قاچاقونو کار وبار کمه
نوي هېروئين به
بازارونو ته تياد کمه
اې خانه خرابو له
وکيل څخه نور څه غواړئ
بد غواړئ، که ښه غواړئ؟
زه که رأيه يوسمه،
ستاسي ستونځي به آسانې شي
بل جهاد به پيل شي
خبرې به روانې شي
بيا به د ترياکو
روپۍ بيرته پرېمانه شي
ستاسي کنډوالې او
ورانې خونې به ودانې شي
ټينګ شئ دغه کارته
که پنځه واره واده غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
ما شورا ته واستوئ
چې خلاص مو له خواري کمه
زه به سر کاري شم
تاسي ټول به سرکاري کمه
څوک دې هسي نه
نګيري چې بيا به خرکاري کمه
يا به د جومات دغلا
په توکو جواري کمه
دغه کار ته ټينګ
شئ، که د نس ماړه کيده غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
ښځې در نه لاړې له
يوې مخې سر کاري شولې
کور نه لاس په سر
شوې، د يو نو کار و باري شولې
وګورئ عالمه پاکې
نجونه مکتبي شولې
لاړې بازاري شوې، د
ناوليو د ياري شولې
ما پسې لښکر شئ، که
دشرم ختمېده غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
ماته رأيه راکړئ،
تللې ښځې در ستنې کمه
خلاصې يې له درس او
له شورا او ادارې کمه
بيايې افغاني،او
مسلمانې پښتنې کمه
کور کې يې چارميخ
کم او په شرع يې درنې کړمه
ما باندې آمين کړئ
که د ښځو رغېده غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
ولي خبر نه ياست چې
څه کيږي زه پکې يمه
هر مکتب چې سوځي يا
لوټيږي زه پکې يمه
ګرده کار کوونکې چې
قتلېږي زه پکې يمه
چېری چې فتنه را
پور ته کېږي زه پکې يمه
تاسي که رښتيا د
حسامه په لاره تله غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
زه يم چې زابل او
ارزګان مې دړې وړې کړ
زه يم چې جومات د
کندهار مې شنې لوخړې کړ
زه يم چې زرغون
جلال آباد مې د اور لړې کړ
سپين ملا مې ګونګ
کړ، تور ملا مې د بړ بړې کړ
دغه زما لار ده، که
زما په پلو تله غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ؟
اې تر ايمان ګرانو
هېروئينو در نه جار شمه
زه در ته لوګی شمه،
قربان شمه، بخار شمه
دا دی زه کانديد
يمه چې بيا دې خدمتګار شمه
ستاسي سوداګر شم،
قاچاقبر شـم، ټېکه دار شمه
تاسي به ګلرنګو
پاريسيو ته ور تله غواړئ
نور له ما نه څه
غواړئ