|
||||||||
|
|
گریستم
من بودیست نیم اما برای فرو ریختن تندیس بودا گریستم به ان قا مت بلند دیر پای به ان نشا نه ئ فرهنگ دورنمای به ان برج بلند فخر وطن از شکست وریخت بودا ئ بامیان گریستم به ان حکم جاهلانه ئ چند تنی به ان کلند خشناک شکست وریخت به ان روز سیاه که کوردلان هیبت افریدند به ان تن پاره پاره ئ زخمی فرو ریخته بر زمین گریستم گریستم گریستم من بودیست نیم اما برای فروریختن تندیس بودا گریستم
د وطن وږمه
ای د وطن له ستړو دښتو نه راغلی وږمې! لږ راته ووايه زما هغه ختن څنګه وو؟ هغه زما د هيلو ځاله دی ښه وليدله؟ هغه زما د سترګو تور، روح او بدن، څنګه وو؟ هغه انسان چې يې ملکو غلامی کوله مغرور پښتون، هوښيار تاجيک او ترکمن څنګه وو؟ هغه تنکي ځلمي په ولي لا تو پک ګرځاوه ؟ هغه پيغلوټۍ سره اوس چال او چلند څنګه وو؟ هغه چې ټول ورته يزيد، يزيد او شمر شوي هغه حسين ،حسين افغان هغه حسن څنګه وو؟ هغه د ډزو کڼوونکی غږ لا اوس هم خپور وو؟ هغه د بم او د راکت سوری بدن څنګه وو؟ هغه د خاورو نه جوړ کلي چې به شنه وو مدام هغه چې تږی به وو تل، سوی چمن څنګه وو؟ هغه خټين کور چې په سر به ئې شنيلي ټوکيدل هغه بيديا، هغه صحرا، هغه دمن څنګه وو؟ هغه د تورو جګو غرونو ښاماران ژوندي وو؟ هغه هيبت، هغه ښکلا، هغه هسکمن څنګه وو؟ هغه ياغي مستو سيندونو درته شور درنه کړ؟ هغه اوبه ، هغه څپه ، هغه شکن څنګه وو؟ هغه له عطرو ډکه، هغه مزه داره خاوره هغه فردوس، هغه جنت، هغه عدن څنګه وو؟ هغه هوا چې به نغمی د ژوندانه وی پکې هغه راحت، هغه مستي، هغه چلن څنګه وو؟ هغه نښتري، چنارونه او د ولو وني هغه څيړۍ، هغه شيشم او نسترن څنګه وو؟ هغه لعلونه، سره ياقوت او زمرد څنګه وو؟ هغه لاله، هغه دشنو دښتو ګلشن څنګه وو؟ هغه د غرو دسر بازان لا الوتل تر اوسه هغه بلبل، هغه بورا، زاغ او زغن څنګه وو؟ هغه وحشی او ترئيدلی هوسۍ چيرته لاړی؟ هغه زمريانو زړور ليوان، دښمن ،دښمن څنګه وو؟ هغه زما زيار کښ ولس په شانی ستړي ميږيان هغه مرغان، خزندګان،ماهی، مهن څنګه وو؟ څه دی ليذلي چې ګويا ژبه دی ګونګه شوله ووايه لږ چې د افغان ولس ـ وطن څنګه وو؟ که دی کوم وخت کې په غلطه هلته مخه وشوه ورته ووايه چې پرديس زوی ئې غمجن څنګه وو؟
|
|||||||